د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزیشن ګوندونو پر احتجاج سربېره د بلوچستان د نوي مالي کال بجټ منظور شو


د اپوزیشن ګوندونو غړو د جون پر ۲۵مه، د سږني بجټ خلاف په کوټه کې د کاربندیز اعلان کړی و او د هغوی په غوښتنه بازارونه، دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي وو.
د اپوزیشن ګوندونو غړو د جون پر ۲۵مه، د سږني بجټ خلاف په کوټه کې د کاربندیز اعلان کړی و او د هغوی په غوښتنه بازارونه، دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي وو.

د بلوچستان اسمبلۍ د جون پر ۲۵مه د ۲۰۲۱ ـ ۲۲ مالي کال د بجټ منظوري ورکړه. د بجټ حجم ۵۸۴ اربه روپۍ دی. د بجټ د منظورۍ د غونډې پر مهال د اپوزیشن ګوندونو غړي په اسمبلۍ کې نه وو موجود.

غونډه د اسمبلۍ د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه او د بجټ مسوده د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي وړاندې کړه. په اسمبلۍ کې موجودو حکومتي غړو، بجټ بې له څه ترمیمه منظور کړ.

خو بل پلو، د اپوزیشن ګوندونو غړو د جون پر ۲۵مه، د سږني بجټ خلاف په کوټه کې د کاربندیز اعلان کړی و او د هغوی په غوښتنه بازارونه، دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي وو. د اپوزیشن ګوندونو غړي وايي، حکومت د هغوی په حلقو کې ترقیاتي کارونه نه کوي، د هغوی پروژې مخکې نه وړي او غیر منتخب خلکو ته چارې ورسپاري.

د جون ۲۵مې په ماښام د کوټې په منان چوک کې مظاهره هم وشوه. مظاهرې ته د وینا پر مهال په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زیري وویل: "موږ دغه عوام دښمنه بجټ نه منو، د وزیر اعلی جام کمال خلاف دې مقدمه درج شي، د هغه حکومت دې ختم شي."

د جمیعت علمای اسلام (ف) د کوټې امیر مولانا عبدالرحمان مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل:" حکومت د ولس حقوق غصب کړي دي، د عوامو پر حقوقو یې ډاکه اچولې ده، ځکه چې د اسمبلۍ غړو ته ترقیاتي فنډونه نه ورکوي."

نوموړی وايي، د بلوچستان حکومت په تېر بجټ کې ۴۰ اربه روپۍ واپس مرکزي حکومت ته ولېږلې کومې چې د بلوچستان د ولس وې او د سړکونو د جوړولو، صحت تعلیم او یا هم په کومه بله څانګه کې پکارېدای شوې.

په بلوچستان کې د بجټ پر ضد مظاهره
په بلوچستان کې د بجټ پر ضد مظاهره

د بلوچستان حکومت د اپوزیشن ګوندونو تورونه ردوي او وايي، که د اپوزیشن غړي ګیلې مانې لري، نو پر ځای د دې چې په لارو کوڅو کې مظاهرې کوي، د اسمبلۍ دننه دې خپل غږ پورته کړي.

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال د جون پر ۲۵مه د اسمبلۍ د غونډې پر مهال وویل، هغوی څو څو ځله د اپوزیشن ګوندونو غړو ته بلنه ورکړه چې د بجټ د منظورۍ په غونډه کې دې برخه واخلي خو هغوی حاضر نه شول.

جام کمال وايي، هغوی د اپوزیشن غړو اسمبلۍ ته د بللو لپاره وزیران هم ور واستول خو هغوی پخپله خوښه ګرفتارۍ ورکړې او په تاڼه کې ناست دي.

د جون پر ۱۸مه چې حکومت بجټ وړاندې کاوه، نو اپوزیشن ګوندونو د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کوله چې بیا د پولیسو او د اسمبلۍ د غړو او د هغوی د پلویانو ترمنځ اخ و ډب هم وشو چې پکې د حزب اختلاف څلور غړي ژوبل شول.

حکومت د جون پر ۱۹مه د اسمبلۍ د اپوزیشن غړو خلاف مقدمې درج کړې وې او د جون پر ۲۰مه د حزب اختلاف غړي پخپله خوښه بجلي ګر تاڼې ته ورغلل چې ځانونه پولیسو ته حواله کړي خو پولیسو تر دې دمه هغوی نه دي نیولي.

د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزیشن غړي وايي، حکومت دې یا هغوی ونیسي او یا دې هم د هغوی خلاف درج شوې پرچې بیرته واخلي کنه نو هغوی به همداسې د پولیسو په مرکز کې ناست وي.

د بلوچستان اسمبلۍ د حزب اختلاف غړو تر دې وړاندې ویلي وو، پکار دا وه چې د هغوی پر ضد نه بلکې د وزیراعلی جام کمال او د نورو حکومتي غړو پر ضد اېف ای ار درج شوی وای، ځکه چې د هغوی په وینا کله چې د جون پر ۱۸مه، هغوی سوله ییز احتجاج کاوه نو د حکومت په امر پولیسو پر هغوی ګاډی ور وستل شو او د هغوی ځیني غړي یې ژوبل کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG