د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د اپوزیشن پر غړیو کړې مقدمه بیرته اخلي


کوټه: حکومت مخالفه سياستوالو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

کوټه: حکومت مخالفه سياستوالو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ۱۷ غړي له تېرو نهه (۹) ورځو راهیسې د کوټې ښار په بجليګر تاڼه کې پرلت وهلی، تر هغو به پر احتجاج وي چې حکومت یې پروړاندې مقدمه (اېف ای ار) نه وي اخیستې.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک سکندر اېډوکیټ وویل چې حکومت ورسره د اېف ای ار اخیستو ژمنه کړې وه خو لاهم پوره شوې نه ده.

د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ د اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ حکومت باندې په نیوکو سره وویل چې د اپوزشن په انتخاباتي حلقو کې یې هېڅ پرمختیايي کارونه نه دي کړي. د ده په وینا ځکه خو ولس له اپوزیشن سره په ملاتړ کې ولاړ دی.

نوموړي وویل چې بلوچستان د تعلیم په برخه کې پرشا تللی دی، امن او امان په مسله کې شا ته تللی دی، د ده په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې په بلوچستان کې تر دوه سوه زیاتې پېښې شوې دي، په دې کې سلګونه خلک مړه شوي دي، د عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي کمېټۍ غړی وتښتول شو، اغوا برای تاوان، قتل، رهزني، بې روزګاري، بدامني او بې وزلي ده، تعلیم او صحت تباه دی. ثنا بلوڅ وویل چې د بلوچستان حالات تر جنګ زده ملکونو هم زیات بدتر شوی دی.

خو حکومت د اپوزیشن تورونه ردوي او ویلي یې دي چې په تېرو درېوو کلونو کې یې ډېر زیات ترقیاتي کارونه کړي دي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر تر امر وروسته حکومت د حزب اختلاف پرضد د مقدمو اخیستلو قانوني چارې پیل کړې دي. نوموړي وویل چې اېف ای ار د اپوزیشن په خواهش نه لیرې کېږي بلکې له قانوني بهیره تر تېرېدو پس به ختمېږي. لیاقت شاهواني په خپلو خبرو کې د وزیر اعلا د وینا حواله ورکړه چې د بلوچستان اوسني حکومت په تېرو درېوو کلونو کې دومره ډېر ترقیاتي کارونه کړي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې نه دي شوي.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د جون پر ۱۸مه نېټه د راتلونکي مالي کال د وړاندې کېدونکي بجټ پرمهال په کوټه کې ډېر سخت احتجاج وکړ او د اسمبلۍ ودانۍ دننه یې له پولیسو سره په اخ او ډب کې څلور غړي هم ټپیان شول. تر تاوتریخوالي پس حکومت د جون پر ۱۹ مه د اپوزیشن پرضد مقدمه وکښه (درج) کړه چې له امله یې د حزب اختلاف ۱۷ غړیو د جون پر ۲۱مه نېټه د کوټې ښار بجليګر تاڼې ته د ګرفتارۍ لپاره ورغلي ول خو پولیسو یې له نیولو انکارکړی خو دوی لاهم په تاڼه کې پرلت وهلی دی.

د اپوزیشن وینا ده چي په بجټ کې د دوی د انتخاباتي حلقو لپاره پرمختیايي سکیمونه نشته او بل دا چې حکومت د دوی په حلقو کې خپلو خلکو ته کارونه ورکوي چې د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG