د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې له ایرانه بندیزونه لېري کړي: ګویتېرېش


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش. انځور- ارشیف
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش. انځور- ارشیف

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش د امریکا له انتظامیې غوښتي چې له ایرانه دې هغه ټول بندیزونه واخلي چې د تهران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون کې یې پر اخیستو جوړجاړی شوی وو.

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته د جون پر ۳۰مه په یوه رپورټ کې ګویتېرېش پر ایران هم غږ وکړ چې د لوظنامې پر ټولو شرایطو دې بیرته پوره عمل وکړي. ګویتېرېش د لوظنامې له شرطونو د ایران پر سرغړونو اندېښنه وښودله.

سیکرېټري جنرل دغه غوښتنه پر داسې مهال کړې چې د دغه موافقې د بحالولو په باب په ویانا کې د امریکا او ایران ترمینځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي.

دغه خبرې اترې اروپايي ټولنې برابرې کړي دي. د موافقې له مخه د ایران د اټومي فعالیتونو محدودولو په بدل کې پر دغه هېواد لګېدلي نړیوال بندیزونه نرم کړل شول.

خو په ۲۰۱۸ز کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له موافقې ووتلو او پر ایران یې واپس سخت بندیزونه ولګول. په نتیجه کې تهران په ورو ورو د موافقې له ژمنو پر شا کېدل پیل کړل.

د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیزه سلامتي کونسل، د جون پر ۳۰مه، د ایران، امریکا، فرانس، برتانیې، جرمني، روس او چین تر منځ د ۲۰۱۵ز کال اټومي لوظنامې عملي کېدو په اړه د ګویتېرېش پر رپورټ، چې په کال کې دوه ځله جوړېږي، بحث وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG