د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کينېډا کې له ګرمۍ ګڼ خلک مړه شوي


په وېنکوور کې د ګرمۍ کمولو مشينونه لګېدلي. دلته يو تن دغه مشين کاروي
په وېنکوور کې د ګرمۍ کمولو مشينونه لګېدلي. دلته يو تن دغه مشين کاروي

په کینېډا کې د بې سارې ګرمۍ څپې پر مهال لسګونه کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي په وېنکوور کې له ۲۵م جون راهيسې ۱۳۴ کسان مړه شوي دي. همداراز پوليسو بيا ۶۵ ناڅاپي مرګونو ته غبرګون ښودلی چې زياتره يې ګرمۍ پورې اړه لري.

د اې پي خبري اژاني او بي بي سي د راپورونو ترمخه د کينېډا د موسمياتو ادارې ويلي چې په لېټن ،بریټش کولمبيا او د وېنکوور په ۲۵۰ کلومېټرۍ کې مشرق لور ته د حرارت درجه ۴۹.۵ سنټي ګرېډ ته رسېدلې. په کينېډا کې تر دې مخکې د هوا تودوخه کله هم له ۴۵ سنټي ګرېډ څخه نه ده زیاته شوې

په وېنکوور سيمه کې د بېړني يخ راوستونکې الې او اوبو فوارې نصب کړل شوي دي. په بریټش کولمبيا کې په زياتره کورونو کې اېرکنډيشنې نشته ځکه چې دلته د ګرمۍ په مياشتو کې په عمومي توګه موسم معتدل وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG