د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان د سيمو نيول بس نه کړي، هوايي بريدونه پرې کېدلی شي: جنرل ميلر


جنرل سکاټ‌ميلر
جنرل سکاټ‌ميلر

په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي که طالبان د سيمو نيولو ته دوام ورکړي نو پر ضد یې هوايي حملې کېدلی شي.

جنرل سکاټ میلر ويلي که وسله وال طالبان په دې جګړه ځپلي هېواد کې خپل بریدونه همداسې روان وساتي نو نړيوال ځواکونه پرې بمباري کولی شي.

طالبانو په دا وروستيو اوونيو کې ګڼې ولسوالۍ له حکومتي ځواکونو نيولي دي. د دوی دې کار اندېښنې راپارولي چې د سيپتمبر تر ۱۱مې نېټې له دې هېواده د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته، په کابل کې د غرب ملاتړ لرونکی حکومت او افغان امنيتي ځواکونه له سقوط سره مخاخېدلای شي.

جنرال ميلر د جون ۲۹مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې هغه طالبانو ته خبر ورکړی چې هوايي بريدونه د دې وسله والې ډلې په اقداماتو پورې تړلي دي. نوموړي زياته کړه چې د امريکا د هوايي بريدونو بندولو تر ټولو ښه لاره دا ده چې طالبان خپل یرغلیز بریدونه بند کړي. نوموړي زیاته کړه چې هغه اوس هم دا واک لري چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او دفاع وکړي او همدا راز خپله دفاع هم وکړي.

د سکاټ ميلر د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح ‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ويلي چې له مې میاشتې وروسته امریکا حق نه لري چې په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړي.

د نوموړي اشاره د امريکا د پخوانۍ ادارې هغه ضرب الاجل (ډيډلاين) ته وه چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې به يې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه ايستل. مجاهد خبرداری ورکړ، که امريکا بريدونه وکړي نو له خطرناکه نتايجو سره به مخامخ شي او د جګړې د پیل مسول به بيا دوی وي.

په افغانستان کې جګړې له هغه وروسته زور اخيستی چې د مې مياشتې له لومړيو څخه امريکا له دې هېواده د خپلو ځواکونو په وتلو پيل کړی. له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر به د سیپتمبر میاشتې تر ۱۱مې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG