د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د فاریاب ولایت دوې ولسوالۍ بیرته ونیولې


د افغان ځواکونو عملیات. انځور- ارشیف
د افغان ځواکونو عملیات. انځور- ارشیف

د افغانستان د دفاع وزارت د جون ۲۹ مه په یو بیان کې وویل چې له طالبانو سره د څو ورځو تر جګړو وروسته افغان ځواکونو د جون پر ۲۸مه پشتونکوټ او قره باغ ولسوالۍ بیرته په خپله ولکه کې اخیستې دي.

بیان زیاتوي چې په غزني او پروان ولایت کې هم د نورو دوو ولسوالیو د نیولو لپاره د افغان ځواکونو هڅې روانې دی.

چارواکي او ځینې سرچینې وايي چې افغان ځواکونو په کندوز او تخار ولایتونو کې هم پرمختګ کړی دی.

په تیرو څو اوونیو کې طالبانو له افغان حکومتي ځواکونو لسګونه ولسوالۍ نیولي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې د افغان ځواکونو استعداد تر پوښتنو لاندې راوستی دی.

ټاکل شوې چې د امریکا په مشرۍ ټول نړیوال ځواکونه سږکال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي.
په دغه نېټه پوره ۲۰ کاله وړاندې په امریکا ترهګر بریدونه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG