د لاسرسي ځای

تازه خبر

زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو ملاتړ مو دوام کوي: بایډن


د افغانستان او امریکا ولسمشران د جون پر ۲۵مه په سپینه ماڼۍ کې

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل افغان سیال اشرف غني سره په کتنه کې، له افغانستان سره د دوامداره مشارکت ژمنه وکړه او ویې ویل، امریکا به د خپلو سرتېرو له ويستلو سره سره له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

بایډن د جون پر ۲۵مه د افغان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت د جګپوړو مشرانو کوربه و.

بایډن د خپلو خبرو په پیل کې وویل:

"د افغانستان او امریکا ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي، بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

بایډن د جون پر ۲۵مه د افغان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت د جګپوړو مشرانو کوربه و.
بایډن د جون پر ۲۵مه د افغان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت د جګپوړو مشرانو کوربه و.

پر دې مهال، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له لیدنې څو ساعته مخکې د امریکا پوځ د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر سنګرونو دوه هوايي حملې وکړې.

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) یوه چارواکي فاکس نیوز چېنل ته وویل چې دا حملې په بغلان ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي هم د جون پر ۲۵مه، په خپله اوونیزه خبري غونډه کې، له افغان ځواکونو سره د امریکا د پوځ د ملاتړ یادونه وکړه.

له مېرمن ساکي څخه پوښتنه وشوه چې که طالبان د زور له لارې د واک نیولو هڅه وکړي، نو د امریکا اقدام به څه وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل، د امریکا پوځ د داسې یوه حالت د مخنیوي لپاره کافي امکانات لري: "زه نه غواړم له وخته مخکې څه ووایم یا وړاندوینه وکړم خو موږ له بهره د امکاناتو په ګډون د ظرفیتونو یوه مجموعه لرو چې په وخت سره به کار ترې واخېستل شي. ولسمشر بایډن دا یادونه د خپل اعلان په پیل کې کړې وه."

له افغان مشرانو سره د بایډن له غونډې وروسته ولسمشر غني په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې او د هغو مرستو یادونه یې وکړه چې ولسمشر بایډن او د دفاع وزیر لویډ اسټن یې ژمنه ورسره کړې ده.

ولسمشر غني له خپل امریکا سیال سره د لیدنې پر مهال
ولسمشر غني له خپل امریکا سیال سره د لیدنې پر مهال

غني وویل چې ولسمشر بایډن له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارده ډالرو مرستې وړاندیز کانګرس ته استولی دی او زیاته یې کړه چې د کانګرس غړو هم ده ته د دې مرستو د تصویب ډاډ ورکړی.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د پنټاګون د مشر ژمنې هم یادې کړې او واشنګټن ته یې خپل سفر بریالی وباله.

غني زیاته کړه: "اصلي خبره ساده ده. ایا امریکا افغانستان خوشې کوي او که د یو نوي فصل په برخه کې دوست، ملاتړ او هم پیمانه اوسي؟ د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی او زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

زموږ پوځیان له افغانستانه وځي خو ملاتړ مو دوام کوي: بایډن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

له بایډن سره تر کتنې مخکې افغان مشرانو د دفاع له وزیر لوېډ اسټن او له هغه مخکې د استازو جرګې له مشرې نېنسي پېلوسي او همدا راز د جرګې له جمهوریپالو غړو سره وکتل.

غني د امریکا په سېنېټ کې د رېپبلېکن ګوند مشر مېچ مېکانل سره هم وکتل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG