د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: تېرو درېوو میاشتو کې له نښتو '۱۵۰ زره کسان' بېځایه شوي


ارشیف، تخار کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، تخار کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

د وچکالۍ له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي که له وړاندې د حکومت لپاره یوه اندېښنه وه، خو جګړې دا ناورین یو په دوه کړی.

یو له دغو ناورین ځپلو شاه‌ګل ده، دې خپله ودانه مېنه‌یې ځکه پرېښې چې هره ورځ جګړې یې ژوند ورتریخ کړی و. یوازې دومره نه، بلکې په همدې جګړه کې یې پلار او خاوند دواړه بایللي.

دا چې خپله اصلي سیمه نه‌ښيي او کندهار ښار ته راکډه شوې وايي، روان تاوتریخوالي یې برخلیک له خپله کوره د سړک تر غاړې راورساوه.

شاه‌ګل زیاتوي: "له خپلو دوو لاسونو او دوو پښو پرته مو هېڅ هم له خپله کوره راونه‌ویستل. اوس د بل په درګاه ګرځو، که کار پیدا شي ښه، که پیدا نه‌شي، خلکو ته پلو نیسم چې یو څه راکړي."

د شاه‌ګل په څېر ګڼې نورې ښځې هم د ورته برخلیک سره مخ دي او له خپلو کورونو، بې‌ځایه شوې دي.

مصطفی د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو کله چې یې پر کور جګړه راغله، دې هم د خپلې کورنۍ د غړو د سرونو د خوندیتوب لپاره کندهار ښار ته راغلی.

هغه اوس داسې یو سرای کې اوسي چې لا یې د جوړېدو کارونه بشپړ شوي نه‌دي، خو د ده په څېر په‌کې اووه نورې کورنۍ هم د ژوند سختې شېبې تېروي.

ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

مصطفی وايي: "هلته هېڅوک نه‌شته. چا په یوه جوړه جامو کې ځان راوویست، د چا نیمايي کډه پاتې او ان ډېرو خپل ماشومان پرېښودل. انسانان تر دېوالونو لاندې شول، څوک نه‌و چې راویې‌باسي. هغه چې راویستل کېدل، ژوندي مو راوویستل."

خو هغه ستونزه چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي ورسره لاس و ګرېوان دي، د خوراک، څښاک په ګډون د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې دي. دوی وايي، تر اوسه‌یې چا لاسنیوی نه‌دی کړی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې ۱۵۰ زره کسان د جګړو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل، دوی له یو شمېر مرستندویه مؤسسو سره په همغږۍ له دوی ډېرو ته مرستې رسولي او په یو شمېر سیمو کې د بې‌ځایه شویو د پېژندلو لپاره سروې پیل شوې ده.

ښاغلی انصاري زیاتوي: "ډېری ولایتونو کې سروې بشپړه شوې او هڅه کوو چې مرستې ورسوو. د روڼتیا مسئله هم تر نظر لاندې ده. ټولو ولایتونو کې مو د سروې ټیمونه شته. ټینګار مو دا دی که چېرې نور مرستندویه مؤسسات مرستې کوي، باید زموږ تر څار لاندې واوسي."

ارشیف، هلمند کې د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، هلمند کې د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

هاخوا اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل ننني تازه راپور کې وايي، د روان میلادي کال له پیل تر اوسه، ۱۹۱ زره افغانان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې نږدې ۴،۸ ملیون افغانان په کور دننه د جګړو، وچکالۍ او ځینو نورو ستونزو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.

خو هغه افغانان چې خپل وطن‌ یې پرېښی شمېرې یې ۲،۵ ملیون ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG