د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو ضد تبليغات دې ودرول شي:‌ پي ايف يو جې


په اسلام اباد کې يوه خبرياله د خلکو سره مرکې کوي
په اسلام اباد کې يوه خبرياله د خلکو سره مرکې کوي

د پاکستانيو خبریالانو وفاقي اتحاديې اندېښنه ښودلې چې د ځينو خبریالانو په خلاف روانه پروپېګنډه د هغوی ژوند ته خطر پېښوي.

د دې ادارې مشر شهزاده ذوالفقار د جون په اوومه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت بايد د خبریالانو خوندیتوب یقيني او د بیان ازادۍ په مخ کې موجود خنډونه ليرې کړي.

نوموړی زیاتوي چې دا پروپېګنډه دومره ډيره ده چې له وجې یې یو کس وژل کېدای شي. له دې کبله په پاکستان کې د بيان ازادي او د رایې د اظهار ازادي ختمېږي.

شهزاده ذوالفقار وویل، پر دغه روانو ستونزو یې د پاکستان سپريم کورټ له بار ایسوسیشن سره يوځای د جون پر ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې يو کنوینشن راغوښتی چې پکې به له حکومته د بیان ازادۍ ساتلو لپاره په خپلو غوښتنو ټينګار کوي.

دا اندېښنې تر هغې وروسته مخې ته راغلې چې د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د خبریال اسد علي طور کور ته مخ پټي وسله لرونکي کسان ورغلل او هغه یې وواهه. نوموړی چې په سیاست کې د امنيتي ځواکونو په مداخلې د نيوکو لپاره مشهوره دی، پر ځان د حملې تور د پاکستان پر جاسوسي ادارې، ای اېس ای پورې کړ خو هغوی دا الزام رد کړی دی.

پر اسد طور د حملې غندلو لپاره د مې په ۲۸مه په اسلام اباد کې ځينو مشرانو خبریالانو مظاهره وکړه. په وينا والو کې حامد میر، عاصمه شیرازي او منیزې جهانګیر هم وو چې پر امنيتي ځواکونو یې نيوکې وکړي او پر هغوی یې د رسنيوو د خاموشه کولو تور پورې کړ. تر دې وروسته جيو نیوز حامد مير د هغه له مشهور ټيليويژن پروګرام کيپيټل ټاک ليرې کړ او ځينو خلکو له هېواد سره د غدارۍ په تور په څو ښارونو کې د هغه پرضد پولیس پرچې درج کړې.

حامد میر په دې اړه مشال رېډيو ته ويلي‌چې د پاکستان په تاريخ کې دا تور پر هغه چا پورې کېږي چې پر پالیسيوو نيوکې کوي نو ځکه نوی نه دی.

د اسد طور لپاره په راوتې مظاهره کې عاصمه شيرازي ويلي وو چې له پينډۍ ورته ټيليفونونه کېږي چې د بحث موضوع بايد څه وي او کوم مېلمه دې پکې وي او کوم نه. په پينډۍ کې د پاکستان پوځ مرکز يا جي ايج کيو دی. هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د عاصمه شېرازي خلاف په سوشل ميډيا کې تبليغات زیات شوي دي. پر ټويټر د هغې په خلاف يو هېشټیګ هم چلېدلی دی.

خبریالې منیزې جهانګیر مشال رېډيو ته وويل چې په پاکستان کې پر ځينو موضوعاتو بحث ښه نه ګڼل کېږي خو که کوم خبریال یې پرې وکړي نو ژوند یې ستونزمنېږي. ((ډېر خبریالان له دې امله په غدارۍ تورن شوي چې د پوځ پر بجټ پوښتنې راپورته کوي یا د هغوی پر پالیسيو نيوکې کوي او يا د امنيتي ځواکونو لخوا د ځمکو قبضه کولو پر موضوع بحث غواړي. خو حقیقت دا دی چې موږ پر دا رقم موضوعاتو راپورونه نه شو جوړولی.))

خو د پاکستان حکومت هيڅکله پر رسنيوو قدغن نه دی منلی. د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د مې په ۳۰مه له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې رسنۍ بيخي ازادې دي خو پر امنيتي ځواکونو نیوکې بايد ونه شي. هغه تور پورې کړی وو چې خبریالان په بهرنيوو هېوادونو کې پناه اخیستو لپاره پر امنيتي ځواکونو نقد کوي.

تر دې دوې ورځې وروسته، د کورنيوو چارو وزیر شېخ رشيد په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر اسد طور د حملې پلټنې پېل شوي او ژر به بریدګر ونیسي. هغه د حکومت د هغه بیل یادونه هم وکړه چې د خبریالانو د خوندي ساتلو قانون جوړولو لپاره تیار شوی دی. دا بیل له کابینې منظور شوی خو لا هم پارليمان ته د بحث لپاره نه دی وړاندې شوی.

XS
SM
MD
LG