د روغتيا نړيوال چارواکي وايي د کورونا وايرس په تېزۍ سره خپرېدونکې ډيلټا بڼه لږ تر لږه ۸۵ هېوادونو کې خپره شوي ده.
د وايرس دا بڼه په بريتانيا، پرتګال او جنوبي افريقا کې تر ټولو زياته ده.
اسټريليا په سيډني کې د جون پر ۲۶مه د کورونا وايرس د دې نوې بڼې په ناڅاپي توګه د خپرېدو مخنيوي لپاره ټولبند لګولی دی.
بنګله ديش هم له دې کبله د جون پر ۲۸مه په ټول هېواد کې د ټولبند اعلان کړی.