د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۲۰ اورېزه نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷ مه پیلېږي


تر دې وړاندې ويل شوي ول چې د کرکټ شل اوورېز نړيوال جام به په هندوستان کې ترسره شي، خو د کورونا وایرس له امله دغه هېواد  کې یې ترتيب شوی مهالويش  وځنډول شو.
تر دې وړاندې ويل شوي ول چې د کرکټ شل اوورېز نړيوال جام به په هندوستان کې ترسره شي، خو د کورونا وایرس له امله دغه هېواد  کې یې ترتيب شوی مهالويش  وځنډول شو.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

د کرکټ يو شمېر رسمي خبرپاڼو ليکلي چې دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې وي.

تر دې وړاندې ويل شوي ول چې د کرکټ ۲۰ اورېز نړيوال جام به په هندوستان کې ترسره شي، خو د کورونا وایرس له امله دغه هېواد کې یې ترتيب شوی مهالوېش وځنډول شو.

د راپورونو له مخې راتلونکی ۲۰ اورېزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کېږي چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ، هالنډ، سکاټلینډ او نامیبیا هېوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هېواد په کوربتوب له ټاکل شوې نېټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

افغانستان، هند، پاکستان، انګلستان، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، اسټراليا او نيوزيلنډ هغه اته لوبډلې دي چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG