د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چنار کې وسله والو يو قبايلي مشر وژلی


دا په تېرو دوو مياشتو کې د بشرو قام دوم مشر دی چې ورباندې حمله کېږي.
دا په تېرو دوو مياشتو کې د بشرو قام دوم مشر دی چې ورباندې حمله کېږي.

د کورمې په پاړه چنار کې نامعلومو وسله والو يو قبايلی مشر په ډزو وژلی دی.

د پوليسو ځايي مشر نجف علي وايي چې د جون پر ۲۲مه سهار وختي د بشرو قبیلې مشر ملک شريف زمان له غلام جان پل سره نږدې د مستريانو په مارکېټ کې ووژل شو.

هغه زياته کړه، تر وژل کېدو له مخه ملک شريف په يوه دوکان کې ناست وو او چې کله له هغه ځایه ووتلی او په موټر کې کېناستو چې دا مهال ورباندې د شا له خوا نامعلومه وسله والو ډزې وکړې.

د ده په وينا، بريدکوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي چې پوليس يې د نيولو هڅې پیل کړي.

د ملک شريف د کورنۍ يوه غړي عبدالخالق مشال راډیو ته وويل چې د دوی له هېچا سره شخصي دښمني نشته او ملک شريف ځکه وژل شوی چې د ده په وينا، هغه د قبيلې مشري په ډېره ښه توګه کوله.

دا په تېرو دوو مياشتو کې د بشرو قام دوم مشر دی چې ورباندې حمله کېږي. تېره مياشت د بشرو قام يو بل مشر ملک اکبر خان نامعلومو وسله والو په حمله کې زخمي کړی وو.

د دواړو پېښو ذمه واري هېچا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG