د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هدفي وژنو اندېښنې راټوکولې


ارشیف
د شمالي وزیرستان یوه سیمه
ارشیف د شمالي وزیرستان یوه سیمه

پراګ ـ په ورستیو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ له ډېره اسماعیل خان او نورو قبایلي ضلعو د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي. په هدفي وژنو کې ځینې ځایي مشران، سرکاري نوکران او عام وګړي په نښه کیږي.

د مشال ریډیو د شمېرو له مخې په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ راهیسې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د اتوار پر ورځ په ډېره اسماعیل خان کې سردار منورشا ستوریاني او اصغرخان د نامالومه وسله والو په ډزو ووژل شو. د وژل شوي اصغرخان وزیر تره حفیظ وزیر چې پخپله خبریال هم دی، وایي له هېچا سره یې شخصي دشمني نشته. نوموړي د اپءېل پر نهمه مشال ریډیو ته وویل ښایي د وراره وژنه یې په سیمه کې د روانو هدفي وژنو کړۍ وي:

"في الحال دا پته نه لګي چې دا څوک و چې زما وراره یې شهید کړو، زموږ د هیچا سره دشمني نشته."

په فیبرورۍ کې په میرعلي کې ځایي مشر ملک عباس خان وزیر د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شو. په هم هغه میاشت کې د خېسور ملک مراد علي میترکی ووژل شو. تېر کال په جون کې د ضلعي انتظامیې پولیټکل محرر حمیدالله وزیر او له دې څو ورځې وروسته دوه لیویز سرتیري د ورته پېښو ښکار شول.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تراوسه په وژل شویو کې هغه وګړي شامل دي چې د بدامنۍ او پوځي اپریشنونو په مهال یې له حکومتي او پوځي کړیو سره تماس لرلو. همدا راز د پوځ،ایف سي مقامي سرتیري هم په هدف شوي دي. څه موده مخکې په میرامشا او میرعلي کې د وسله والو په نوم داسې پاڼې(پمفلټ) هم غورځول شوې وې چې په کې هغو کسانو ته ګواښونه شوي ول، چې په سیمه کې له پوځ سره کار کوي.

د شویو زیاترو وژنو ذمه وارۍ چا نه منلي خو د ځینو وژنو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینو نورو وسله والو ګوندونو منلی دی.

شمالي او جنوبي وزیرستان په تېر وخت کې بدامنۍ سختې زپلې سیمې دي. په سیمو کې د امن د بحالولو په موخه پوځي اپریشنونه شوي چې وروستۍ هغه یې د ضرب عضب عملیات و. له اپریشنونو وروسته پوځ په هغو سیمو کې د امن بحالولو اعلان کړی دی.

شمالي وزیرستان ته د ۲۰۱۶م کال د مارچ له ۳۱مې د اپریشن په مهال د بې کوره شویو ستنیدنه پېل شوې چې لا هم دغه سلسله روانه ده. چارواکي وایي ۹۵فیصده بې کوره شوي خپلو کورونو ته ستانه شوي دي خو د د ته خېل او شوال له سیمو بې کوره شوي خلک چې ځینې یې په افغانستان او د پاکستان په یو شمېر برخو ته کډه شوي، لا هم ورته خپلو کورونو ته د ستنیدو نه دي ویل شوي.

د سیمې استوګن وایي په مخکې وختونو کې ورسره خپله وسله وه خو له اپریشنونو وروسته ترې حکومت ټوله کړه. د سیمې یو مشر ملک غلام وایي په تش لاس د هدفي وژنکو مقابله نشي کولی او حکومت یې په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

"د ټارګټ کلینګ څخه خلک په ویره کې دي. موږ د امن لپاره قربانۍ ورکړي دي موږ ترهګر نه یو، موږ د پاکستان د نورو برخو په څېر په امن کې ژوند غواړو"

په سیمه کې د بدامنۍ د پېښو د سیمې د ځوانانو تنظیم یوت اف وزیرستان وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. همدا راز پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میاشتې په ۱۴مه د شمالي وزیرستان په سر ښار میرانشا کې جلسه اعلان کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د حکومت ویاند اجمل وزیر پرون مشال ریډیو ته وویل خاصه دار پر پولیسو د ورګډولو او قبایلي ضلعو ته د عدالتونو د غځولو سره هیله مند دی چې په قبایلي ضلعو کې به امنیت نور هم ښه شي.

همدا راز حکومتي او پوځي چارواکو وخت په وخت ویلي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان په ډېرې برخو کې یې امن قایم کړی او هغه سیمې چې د بدامنۍ پېښې پکې رامنځته کیږي هلته د امن راوستو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG