د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: بمي چاودنې یو عسکر ژوبل کړی


د شمالي وزیرستان تحصیل دوسلي په ګړیوم سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې یو امنیتي عسکر ژوبل شوی دی.

د سيمې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دغه پېښه نن ( د جون پر ۲۲مه) سهار رامنځته شوې.

تر برید وروسته امنيتي سرتېرو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې.

د جون پر ۱۹مه هم د چارواکو په وینا میرلي کې د امنیتي ځواکونو پر یوې ګشتي ډلې د سړک غاړې بمي برید شوی وو چې په کې یو سرتېری ژوبل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG