د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان کډوالو ته د سمارټ کارډ ورکولو لړۍ پیل


یو افغان کډوال په هریپور پنډغالي کې کارډ نیولی دی - تصویر له ارشیفه
یو افغان کډوال په هریپور پنډغالي کې کارډ نیولی دی - تصویر له ارشیفه

د پاکستان شناختي کارډونو ادارې (نادرا) افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکول پیل کړي.

د مې په ۲۵مه، د کډوالو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سږني کال تر پایه پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه جاري کوي. د مې پر ۲۴مه د پاکستان د سرحداتو او قبایلي چارو وزارت (سیفران) او یو اېن اېچ سي ار د نادرا په تخنیکي مرسته د کارډونو ورکول پیل کړل. د دې لپاره په پاکستان کې مېشتو څه نا څه ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د نوملیکنې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي ول.

د مومندو په یکه غونډ کې یو افغان کډوال محمد شفیق کاکړ وايي، ۴۰ کاله وړاندې پاکستان ته ورغلی او اوس خپل روزګار کوي. دی زیاتوي چې تر دې وخته یې په خپل نوم نه بینک اکاونټ خلاصولی شو او نه یې نور داسې کارونه کولای شول چې روزګار یې ورسره ښه شوی وای.

''موږ ته به د ګاډو (لایسنسونو او رجسټریشن) مسئله وه، موږ به په ټول پاکستان کې ګاډي چلول، خو لایسنس به راسره نه وو، موږ ډېر خوشاله یو چې اوس به له دې (سمارټ) کارډونو سره زموږ لایسنسونه هم جوړېږي او د بینک اکاونټ هم.''

د سلیم خان لقماني کورنۍ هم له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په مومندو کې ژوند کوي. دی وايي، د کورنۍ غړو یې سبقونه ویلي او دی هم زده کوونکی دی.

د لقماني په خبره، د کالجونو او یونیورسټیانو په داخلو کې یې ستونزې لرلې ځکه چې نه ورسره د مومندو ډومیسایل وو او نه ورسره سمارټ کارډ. دی زیاتوي، له سمارټ کارډ سره به یې دا ستونزې ټولې لیرې شي.

د یو اېن اېچ سي ار په وینا، هر هغه کډوال ته سمارټ کارډ ورکوي چې د ۲۰۱۵ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې د افغان کډوال په حیث په پاکستان کې رجسټر وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG