د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ښونځي کې یم خو د قلم پر ځای جارو وهم"


د سرخاب پندغالي کې د افغان کډوالو ښوونځي کې ماشومان لوبې کوي خو اسرار د ښوونځي غولی جارو کوي.
د سرخاب پندغالي کې د افغان کډوالو ښوونځي کې ماشومان لوبې کوي خو اسرار د ښوونځي غولی جارو کوي.
خدای نور ناصر - مشال راډيو

د افغان کډوالو پنډغالی سرخاب:- د سرخاب افغان کډوالو په يوولسم لمبر ښوونځي کې دا وخت تر درې سوه زیات زده کوونکي زده کړه ترسره کوي. سره له دې چي په یاد ښوونځي کې د هلکانو برسیره نجوني هم زده کړي کوي.
خو ۱۴ کلن اسرار په دغه ښوونځي کې د زدکړو پر ځای څوکیداري کوي. دی د پلار مشر زوی دی. چې د غریبۍ له وجې يي زده کړي پرې ايښې دي. دی وايي،

" زه دلته څوکیدار یم. درېنیم زره روپۍ تنخوا مې ده. او د غریبۍ له لاسه زده کړې نشم کولاﺉ."

د اسرار په خبره ټوله ورځ يي په غوږونو کې د هغو ماشومانو ږغونه وي، چې دلته زده کړې کوي. خو دی په دې ښوونځي کي د قلم او کتابچې په ځاي جارو وهي. د هغه په خبره تر دې وروسته چې شپږم ټولګی يي پاس کړ. نو يي په خپل ښوونځي کې د زده کړي پر ځای کار پیل کړ.

اسرار زیاتوي،
" دلته زه هره ورځ دوولس ساعته کار کوم. تردې وړاندي ما هم دلته زده کړي کولې. خو بیا غریبۍ اړ کړم چې زده کړي پرېږدم او اوس دلته کار کوم."

اسرار وايي، کله چې خپلو همځولو ته ګوري چې هغوی لوبي کوي. نو دده هم زړه غواړي چې لوبي وکړي: " لوبو ته نه ځم. شوق مي ډېر ورته کېږي. خو دلته ټوله ورځ اخته يم. د ساعتري وخت نه لرم. کله چې همځولي ووینم زړه راته ډېر لږ شي. خو بیا له ځان سره ووایم دوی دې لوبې کوي. زه به کار کوم."

د سرخاب افغان کډوالو کمپ د يوولسم لمبر ښوونځي مشر استاد عبدالمالک وايي. اسرار دهغه يو له ښه شاګردانو څخه وو. خو د غریبۍ له لاسه یې تعلیم پرېښود:

" اسرار يو ښه تکړه شاګرد وو. خو کله چې هغه شپږم ټولګی پاس کړ نو پلار يي راته راغلی چې زوی مې نورې زده کړې نشي کولاﺉ. که دی همدلته درسره څوکیدار کړې."

د بلوچستان په افغان کډوالو کمپونو کې يواځې اسرار نه دی چې د غریبۍ له لاسه يي قلم او کتابچه له لاسه لوېدلې. بلکې دهغه په څېر په سلګونو ماشومان نور هم شته چې د غریبۍ له وجې يي زده کړي پرې ايښې او له وړوکوالي خواري باسي چې خپلو کورنیو ته ګوله ډوډۍ وموندي.
XS
SM
MD
LG