د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رایه اچول کېږي


ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي.
ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي.

په ایران کې د جون پر ۱۸مه خلک د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې اچوي. ډېری خلک په دې باور دي چې د نوماندانو د ارزونې ( جانچ پړتال) په ترڅ کې وار له مخې کس ټاکل شوی دی.

په پراخ ډول انګېرل کېږي چې سختدریځه عالم او د قضايي چارو مشر ۶۰ کلن ابراهیم رییسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

روحاني چې د ولسمشرۍ دوه دورې یې پوره کړي په درېیم ځل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برخه اخېستو جوګه نه دی.

د ابراهیم رییسي مهم مخالف نوماند عبدالناصر همتي دی چې تر نوماندېدو وړاندې یې د ایران د مرکزي بانک د مشر په توګه کار کړی دی.

ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي ځکه چې خلک د اقتصادي ستونزو، حکومتي بندیزونو او له سیاسي څهرو په دې خپه او ناهیلې دي چې بدلون مخې ته نه شي راوړلی.

سږنۍ ټاکنې پر داسې مهال کېږي چې د امریکا د بندیزونو له وجې د ایران اقتصاد تر اغېز لاندې راغلی، حکومت د ناسم مدیریت ښکار دی او د کورونا وبا له وجې خلک کړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG