د خیبر پښتونخوا حکومت د زیاتې ګرمۍ له وجې تر درېو ورځو پورې د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی دی.
د تعلیم صوبايي وزیر شاهرام تره کي د جون پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې د امتحانونو وخت نېږدې دی نو یوازې له نهمه تر ۱۲م ټولګیو پورې زده کوونکي به ښوونځیو او کالجونو ته ځي.
بیان زیاتوي، د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستو یا نه پرانیستو پرېکړه به د جون پر ۱۳مه نېټه کېږي.
حکومت دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د خیبر پښتونخوا په زیاتره میداني سیمو کې ګرمي زیاته شوې او د تودوخې درجه تر ۴۶ سینټيګرېډه لوړه شوې.
د موسمیاتو ادارې د جون پر ۱۳مه د پاکستان په ځینو برخو کې د باران اټکل کړی دی چې په وینا یې ورسره د ګرمۍ د شدت کمېدو امکان دی.