د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله غږېدلی


قطري رسنیو د خلیلزاد او قحطاني ترمنځ د غونډې تفصیل نه دی ورکړی - د ارشیف انځور
قطري رسنیو د خلیلزاد او قحطاني ترمنځ د غونډې تفصیل نه دی ورکړی - د ارشیف انځور

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د شخړو د هواري په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې وکړې.

قطري رسنیو ویلي چې دا غونډه د جون پر نهمه شوې خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر غونډې وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره وکتل. د دې ملاقات په اړه هم یوازې دومره ویل شوي دي چې دواړو لوریو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوي د جون پر اتمه په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره غونډه وکړه او د مذاکراتو پر چټکتیا او اجنډا یې ورسره خبرې وکړې.

دا په مې میاشت کې تر کوچني اختر وروسته د دواړو لوریو ترمنځ دویمه غونډه وه.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې خو له ډېسېمبر راهیسې درېدلې دي.

په اپرېل کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG