د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا میدان او کورمې ترمینځ نړېدلی پل خلکو ته ستونزې جوړې کړې


د تیرا وادۍ سیمه
د تیرا وادۍ سیمه

د خیبر ضلعې د یوې لیرې پرتې سیمې تیرا میدان او کورمې ترمینځ د ګاډو تګ راتګ لپاره په لوځکه دره کې جوړ شوی پخوانی پل نړېدلی دی.

د تیرا میدان خلک وایي د کورمې لار ورته ډېره لنډه پرېوزي او د دغه پله له لارې به یې له صدې بازاره خوراکي شیان تیرا میدان ته راوړل خو اوس مکمل ویجاړ شوی او خلک پرې تګ راتګ نه شي کولای.

دوی وایي، ناروغان یې هم له ستونزو سره مخ شوي او د صدې کلینیکونو ته پرې علاج لپاره نه شي ورتلای او له خپلو خپلوانو سره هم له لیدو څخه محرومه دي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې دوی پرې خپل لوړ پوړي چارواکي خبر کړي او د دغې ستونزې څه حل به راوباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG