د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بحریه ټاون کراچۍ بلوه کې د ککړو کسانو خلاف د ترهګرۍ مقدمې  


د کراچۍ بحریه ټاون تعمیراتي ودانۍ تر هغه پس لوخړو نیولې چې پارېدلیو کسانو اور ورواچوه. ۲۰۲۱، ۰۶ جون
د کراچۍ بحریه ټاون تعمیراتي ودانۍ تر هغه پس لوخړو نیولې چې پارېدلیو کسانو اور ورواچوه. ۲۰۲۱، ۰۶ جون

د کراچۍ پوليس وايي، د بحریه ټاون په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد یې د ترهګرۍ او د پاکستانۍ جنډې سپکولو دفعاتو مقدمې کښلې دي او ۱۲۰ کسان یې نیولي دي چې پکې د قام پرست جی سيند قومي محاذ مشر صعنان قريشي هم شامل دي.

پوليسو نيول شوي کسان د جون پر ۷مه د ملير عدالت ته وړاندي کړل او وروسته عدالت بيا هغوی د دوو ورځو لپاره پوليسو ته وسپارل.

خو احتجاجیان دا تور ردوي او وايي چې بحريه ټاون ادارہ د نورو ځمکو د قبضه کولو لپاره پخپله خپلو ودنیو او ګاډو ته اور لګولی دی.

یاده دې وي چې د جون پر ۶مه په کراچۍ کې د شخصي کورونو جوړولو پروژې بحريه ټاون پرضد د سیند ملتپالو ګوندونو احتجاج وکړ او وروسته یې مظاهره چيانو د بحریه ټاون پر مرکزي دروازه برید وکړ، ګاډو، ودانیو او دفترونو ته یې اور ورته کړ چې پکې تر ۲۰ زیات ګاډي وسوځېدل.

د بحریه ټاون پروژې مشر ملک ریاض دی.

د سيند ايکشن کميټي په نوم راجوړ شوي د سیند اتو (۸) ملتپالو سياسي ګوندونو اتحاديې يوه مشر الهي بخش د جون په ۷ مه مشال ريډيو ته وویل چې ملک رياض د بحريه ټاون لپاره پر نږدو کلیو قبضه کړې او دوی د سيند پر ځمکو د قبضې خلاف احتجاج کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې تور ولګاوه چې، ملک رياض زموږ پر ځمکو قبضه کړې او بحريه ټاون يې جوړ کړی دی او اوس يې نور هم غځوي. د پاکستان سپريم کورټ هم دا پروژه غير قانوني ګرځولې ده، خو هغوی اوس هم نورې ځمکې قبضه کوي. موږ د دې پرضد پرامنه احتجاج کړی دی. زموږ داربونو روپیو د ځمکې قبضه کولو لپاره ملک رياض پخپله د خپلو یوڅو لکه روپیو ودانیو او ګاډو ته تاوان اړولی دی.)

کراچۍ کې د بحریه ټاون پروژې مرکز
کراچۍ کې د بحریه ټاون پروژې مرکز

که څه هم ملک رياض يا د بحريه ټاون پروژې ویاند تر اوسه څه نه دي ويلي خو د بحريه ټاون بلډرز اينډ ډيلرز اتحاديې يوه مشر راحيل هارون د جون پر ۷ مه، ماښام يوې خبري غونډې ته وویل، د دوی د کروړونو روپيو ودانۍ او دفترونه وسوځول شول، د کروړونو روپيو ګاډي وسوځول شول. نوموړي زیاته کړه چې مظاهره چیانو په ګنټو ګنټو د دوی هرڅه سوځول خو قانون پليکوونکې ادارې نه ښکارېدې.

د سیند په اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي خرم شېر زمان د دې پېښې زمه واري پر سيند حکومت واچوله. د جون پر ۷ مه يوه خبري کانفرنس ته په خبرو کې زیاته کړه چې د سیند حکومت دې دغه تاوان پرې کړي، د نوموړي په ادعا هغه ځکه چې احتجاجي مظاهره د سيند حکومت په ملاتړ شوې او دی پکې ککړ دی.

شېر زمان زیاته کړه چې امن ساتنه د صوبايي حکومت زمه واري ده خو د سيند حکومت دا تور ردوي او وايي چې په پېښه کې ککړ کسان به ډېر ژر ونیسي.

د سيند د اطلاعاتو وزير ناصر حسين شاه دجون پر ۷مه په سيند اسمبلۍ کې وویل، هرڅوک د احتجاج حق لري۔خو د بدماشي اجازه هېچا ته نه شي ورکولای. ده وویل چې پوليس او نورو ادارو د ککړو کسانو پرضد عمليات هم پيل کړي دي خو تحريک انصاف پر دې مسله سياست کوي او د سيند صوبې خلاف سازشونه کوي.

په کراچۍ کې د بحریه ټاون په نوم دا شخصي پروژه په ۲۰۱۳ز کال پیل شوې وه چې سيند حکومت ورله په ارزانه بیه ۹زره هېکړه ځمکه ورکړې وه او بيا دغه پروژه په دوامداره توګه وغځېدله.

په ۲۰۱۹ز کال پاکستان سپريم کورټ دا پروژه لاقانونه اعلان کړې او د بحريه ټاون مشر ملک رياض ته یې د ۴۶۰ ارب روپيو د جرماني ورکولو امر هم کړی وو. د سرکاري ريکارډ تر مخه په کراچۍ کې د بحريه ټاون پروژه په ۱۷ زره هېکړه ځکمه ده خو له دې پروژې سره اباد د جوختو کلیو اوسېدونکي دعوه کوي چې د بحريه ټاون پروژې لپاره یې نور ډېر کلي هم قبضه کړي دي.

XS
SM
MD
LG