د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزیرستان پر ځمکو د پاکستان سرکار قبضه نه منو'


د شمالي وزیرستان د دکانونو او مارکېټونو مالکانو د زیارت په ماښام د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

دوی له وفاقي حکومته یو واري بیا غوښتنه کړې، خپلې ځمکې دې بیرته ورکړل شي چې په-خپله دکانونه پرې اباد کړي. دوی اندېښنه لري که سرکار د دوی پر ځمکو دوکانونه جوړ کړل مو قبایل په خپلو کې په جنګ اخته کېدلی شي.

د دکانونو یو مالک ملک دورین خان مشال راډیو ته وویل:

دوی وايي چې دا سرکاري ځمکه وه. څنګه سرکاري ځمکه وه. دا خو له پېړیو پېړیو راهسې زموږ د نیکونو او پلرونو ځمکه ده.
سخي رحمان

''موږ له یو نیم کاله راهسې دا مظاهره او احتجاجونه کوو، تاسو ټولو ته دا مالومه ده چې د میرام شاه او میرعلي ټول مارکېټونه يې ړنګ کړي دي. موږ ورته په اته څلوېښت ګنټو کې خپله ټوله علاقه خالي کړه او ډک دکانونه مو ورته پرېښودل او دا هر څه دوی یوړل نن ورته موږ دا خواست کوو چې مهرباني دې وکړي دوی چې کومه ابادي شورو کړې دا دې ودروي. موږ ته دې خپله ځمکه راکړي، موږ يې خپله جوړوو.''

د مارکیټونو مالکانو تنظیم مرستیال منشي [سېکرېټري]سخي رحمان وویل:

''د دې دا نقصانات دي چې زما زمکه ده او اوس پرې حکومت مارکیټ جوړ کړو اوس به په دې کې یو بل ته دکانونه ورکوي نو دا خو ورسره زه نه منم. دوی وايي چې دا سرکاري ځمکه وه. څنګه سرکاري ځمکه وه. دا خو له پېړیو پېړیو راهسې زموږ د نیکونو او پلرونو ځمکه ده. نو له دې به ډېرې مسلې راجوړې شي، باید چې حکومت موږ ته خپله ځمکه بیرته راکړي.''

"د شمالي وزیرستان ولس نور مه ازاروئ"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

مشال راډيو چې په دې اړه له سوهېلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ له غړي مولانا جماالدینه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې ده وړاندې هم دا مسله راپورته کړې وه او اوس به يې هم راپورته کوي:

''د دې خلکو خبره بېخي سمه ده او ما وړاندې هم په قامي اسمبلۍ پر دې مسله خبرې کړې دي. د سېفران له وفاقي وزیر سره مې دا مسله راپورته کړه. سرتاج عزیز مو پرې خبر کړ او زه به بیا هم په پارلېمان کې دا مسله راپورته کوم. پکار ده چې دا د دکانونو مالکان د فاټا پارلېمان له ټولو غړیو سره وویني او دا مسله به يې اواره شي.''

احتجاجیان وايي که یې غوښتنه و نه منل شوه خپل احتجاج پېښور او اسلام اباده ته تر هغو وغځوي چې ستونزه یې نه وي اواره شوې.

XS
SM
MD
LG