د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرګونو امنیتي سرتېرو په بدرګه ګوزڼ ضد بهیر پیل


په پاکستان کې یوه روغتیاپاله یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې یوه روغتیاپاله یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ګوزڼ ضد بهیر پیل شوی چې ورسره سم، تر پینځو کلونو کم عمر لرونکي لکونه ماشومان واکسینېږي.

د خیبر پښتونخوا د صحت اداره وايي، د جون پر اوومه په پیل شوي بهیر کې شاوخوا ۶۲ لکه ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکوي.

د ادارې په وینا، دا بهیر به په پېښور او خیبر ضلع کې اووه ورځې او په نورو ضلعو کې درې ورځې جاري وي. د دوی له معلوماتو سره سم، د دې لپاره یې ۳۰،۱۸۴ ټیمونه ګومارلي چې ۴۰ زره امنیتي سرتېري به یې بدرګه کوي.

تېره اوونۍ د ګوزڼ کیمپېن په اړه د صحت سېکرټر ډاکټر کاظم نیاز په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې سږکال د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه ده راغلې.

بلخوا د کوټي په ګډون د بلوچستان صوبې په ۳۳ ضلعو کې ۲۴ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکو ورکولو بهیر هم د جون پر اوومه پیل شو چې تر پینځو ورځو پورې به روان وي.

په کوټه کې د پولیو ضد بیړني مرکز مشر راشد رزاق په بیان کې ویلي، د دې بهیر لپاره نېږدې ۱۰،۵۰۰ ټیمونه ګومارل شوي دي.

په پاکستان کې د پولیو وایرس ختمولو ادارې "اېنډ پولیو" پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې یوازې په بلوچستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه راغلې وه.

د ګوزڼ ضد بهیر دې پرله پسې شي

د ګوزڼ وهلیو کسانو د حقونو مبارز شهاب الدین تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت دې د کورونا وایرس وبا ترڅنګ د ګوزڼ ناروغي هم "جدي" وګڼي او تر احتیاطي تدابیرو لاندې دې د پولیو خلاف دوامداره بهیر وچلوي.

ده وویل: "زه په ۱۹۹۰ز کال کې پولیو وایرس وهلی وم، ډېر علاجونه مې هم وکړل، مالي تاوان هم وشو، وکړېدم، خو په نړی کې مې هېڅ ځای درملنه ونشوه. د خلکو په ذهنونو کې دا ګنګوسې دي" چې د پولیو د واکسین په کولو ښځې او سړي شنډېږي او بیا یې "ماشومان نه کېږي خو داسې نه ده، د پولیو واکسین مفید دي ځکه خو په تېرو کلونو کې د پولیو کېسونه کم شول. کله چې یو ریاست په یو کار خرچه کوي نو هغه له یوې مسلې د ځان [ژغورلو هڅه کوي] ځکه داسې کوي."

د پاکستان له سرکاري شمېرو سره سم، په ۲۰۲۰ز کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ ټول ۸۴ پېښې ثبت شوې وې چې پکې په بلوچستان کې ۲۶، په خیبر پښتونخوا او سیند صوبو کې ۲۲، ۲۲ او په پنجاب کې ۱۴ ماشومان د ګوزڼ وایرس وهلي ول.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم ورڅخه ګوزڼ نه دی ختم شوی. طبي ماهرین وايي له پاکستانه به پولیو وایرس هله په بشپړه توګه ختمېږي چې د ګوزڼ ضد بهیر په دوامداره توګه وشي او له افغانستانه هم دا وایرس په مکمله توګه ختم شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG