د لاسرسي ځای

تازه خبر

قیرغیزستان او تاجکستان د ترینګلتيا ختمولو لپاره تړون کړی


له تاجکستان سره پر پوله پراته د قیرغزستان اوسېدونکي خپل کورونه بیا رغوي. د ارشیف انځور
له تاجکستان سره پر پوله پراته د قیرغزستان اوسېدونکي خپل کورونه بیا رغوي. د ارشیف انځور

قیرغزستان او تاجکستان يوه مياشت مخکې پر سرحد د پیدا شوي ترينګلي حالت د سمون لپاره د جون پر پينځمه يوې لوظنامې ته ورسېدل.

له نهه مادو لرونکې موافقې سره سم، دواړه هېوادونه به خپلې خپلې پوځي پوستې له هغو سیمو څخه درې کيلوميټره ليرې کوي چې نښتې پکې شوې وې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۹۷۰ کيلوميټره اوږد سرحد دی چې په ډيرو ځايونو کې رسماً نه دی ټاکل شوی. له همدې امله د لانجمنو سیمو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ وخت په وخت نښتې کېږي.

په اپرېل کې په نښتو کې د دواړو هېوادونو یو شمېر خلک وژل شوي ول چې د دوی ترمنځ یې د اوږدې شخړې وېره زیاته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG