د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ځدران مېشتې سیمې بیارغونه او پرمختګ غواړي: ځايي خلک


ځايي اوسېدونکي وايي، حکومت دې د سیمو بیارغونې او د خلکو د ستونزو حلولو ته پاملرنه وکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي، حکومت دې د سیمو بیارغونې او د خلکو د ستونزو حلولو ته پاملرنه وکړي.

د پکتیا د درو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو خلک له افغان حکومته د یادو سیمو د بیارغونې او د خلکو د ستونزو هوارۍ غوښتنه کوي.

دوی په شواک، ګرده څېړۍ او وزي ولسوالیو کې د خلکو او ځوانانو بې کاري، د څښاک د پاکو اوبو کمښت، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د اسانتیاوو نه شتون، له خپلو اساسي ستونزو څخه بولي.

د وزي ځدارنو ولسوالۍ اوسېدونکي قادرګل مشال راډیو ته وویل، د دې سیمو خلک تر اوسه هم د ژوند له اساسي سهولتونو بې برخې پاتې شوې دي. هغه وايي:

"دلته خلک د اوبو په رابطه ستونزه لري، د ښوونې روزنې په اړه ستونزه شته، د عامې روغتیا د خدمتونو په اړه ستونزې لرو، د کرهڼې په رابطه ستونزې لرو، د غرونو ، په ځانګړې ډول د زڼغوځیو د ونو ساتنه باید وشي، ځکه یوه قیمت بها ونه ده، طبعاً په هره برخه کې یو قوم ستونزې او نیمګړتیاوې لري."

که د انکشافي پروژو پر وړاندې په قومونو کې ځینې کړۍ خنډونه جوړ نه کړي، نه یوازې ځدراڼ میشتي بلکې په ټوله پکتیا کې به موږه خدمات چټک کړو.
د پکتیا والي حلیم فدايي

د ځدراڼ میشتو سیمو یو بل اوسېدونکی صدراعظم وايي، د دوی سیمې امن دي او خلک يې حکومت سره په هره برخه کې مرسته کوي، خو حکومت د دوی د خلکو د ستونزو هواري ته پاملرنه، نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، د غرونو په لمنو کې يې پټي د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي، له دې ځایه برق غځیدلی، خو دوی ته چا بجلې نه ده ورکړې، نه ورته استنادي دیوالونه جوړ شوي او نه هم دوی ته د اوبو بندونه تړل شوي دي.


د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالله بیا په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ستونزې یادوي او له اړوندو چارواکو غواړي چې دې برخې ته دې هم پاملرنه وکړي.

دی وايي، دې ځای ته زده کوونکي له لرې ـ لرې ځایونو راځي، په موټرو او پښو مزلونه کوي، ځکه د هغوی په سیمو کې ښوونځي نشته.

عبدالله غوښتنه وکړه چې حکومت دې په بېلابېلو ځایونو کې ورته ښوونځي جوړ کړي، مسلکي ښوونکي دې ورته وګماري، کتابونه او نور ښوونیز توکي دې ورولیږي.

بل لوري ته د پکتیا چارواکي د ځدراڼ میشتو ولسوالیو د اوسېدونکو یادې ستونزې پر ځای بولي او وايي، حکومت ژمن دی چې خلکو ته لازم خدمتونه وړاندې کړي.

د غوندې ګډونوال
د غوندې ګډونوال

د جون پر پنځمه د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وویل، په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې اساسي ستونزې د ځینو قومي خلکو له لوري د پرمختیايي پروژو پر وړاندې د خنډونو له وجې دي.

فدايي زیاته کړه: "موږه په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې درې داسې پروژې لرو، چې عملاً منظورې دي، قرارداد يې شوی، پروژې شته ولې متاسفانه د شخصي غوښتنو له وجې يې ممانعت کیږي، که چیرته د انکشافي پروژو پر وړاندې په قومونو کې ځینې کړۍ خنډونه جوړ نه کړي، زه پوره ډاډمن یم چې نه یوازې ځدراڼ میشتي بلکې په ټوله پکتیا کې به موږه خدمات چټک کړو."

د پکتیا ولایت شواک، ګرده څېړۍ او وزې ولسوالۍ چې د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي او خلک يې د غرونو په ډډو او درو کې اوسیږي، د ژوند له ډيریو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG