د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا د ځاځي اریوب اوسېدونکي غواړي چې حکومت یې د پوهنې بهیر ته پام ډېر کړي


دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت موجود دی، چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی.
دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت موجود دی، چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی.

د افغانستان د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه هغه لېرې پرته سیمه ده چې خلک یې د پوهنې له برخې سره د نورو ولسوالیو په پرتله ډېره مرسته کوي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي په وړیا ډول ښوونیز بهیر پرمخ بیايي، چې په دې سره یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده.

دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت موجود دی، چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی.

د ښوونکو د کمښت ستونزه خلکو هواره کړې، خو د درسي خونو، چاردیوالۍ، کتابونو او نورو ښوونیزو توکو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده.
زده کوونکي

(روکیان) د ځاځي آریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده چې نږدې دیارلس سوه زده کوونکي لري.

د دغه لېسې ښوونکي او زده کوونکي وایي، د ښوونکو د کمښت ستونزه خلکو هواره کړې، خو د درسي خونو، چاردیوالۍ، کتابونو او نورو ښوونیزو توکو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده.

د لیسې امر عجب خان عابد مشال راډیو ته وايي، "په بار، بار موږ پوهنې ریاست ته وړاندیزونه کړي دي، خو تر اوسه پورې د چاردیوالۍ په مورد اجراات نه دي شوي، د څښاک اوبه نه لرو، تشنابونه نه لرو، د کتابونو له کمښت سره ډېر مخامخ یو، درې کلنه دوره پوره کېږي، په ټولګي کې یو یا دوه کتابه حکومتي پاتې دي، نور ټول زموږ زده کوونکو په ښار کې اخیستي دي."


د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، د دوی ستونزې ډېرې دي، کتابونو يې کم دي، لابراتوار نه لري، د ښوونځي ودانۍ، چوکۍ او میزونه د تخریبیدو په حال کې دي، د څښاک اوبه نه لري او ښوونځي يې چاردیوالي هم نه لري.

په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاشم خېلو درې قومي مشران وایي، له پوهنیز بهیر سره په ټول توان مرسته کوي خو دولت هم باید ځینې هغه ستونزې هوارې کړي چې حل کول یې د ولسونو په وس نه دي پوره.

اوسمهال د زده کړو سره د کورنیو لیوالتیا ډېره شوې او له هره کور څو-څو ماشومان ښوونځیو ته ځي.
قومي مشران

قبایلي مشران افسر خان او تاشیم ګل وايي، اوسمهال د زده کړو سره د کورنیو لیوالتیا ډېره شوې او له هره کور څو-څو ماشومان ښوونځیو ته ځي.

دوی زیاتوي، د پوهنې د بهیر د پرمختګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي، تر څو دا ماشومان هېواد ته د خدمت کولو جوګه شي.

د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي، ټولو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړول په پام کې دي، تېر کال د کورونا وبا له کبله دا بهیر څه نا څه ځنډمن شو، خو سږ کال دوی هیله من دي، چې د ټولو ۱۰۳ ښوونځیو بودجه پکتیا ته انتقال شي او کار ورباندې پیل شي:

ده وویل، "تېر کال کورونا وه، شرکتونو ته پوره پیسې نه وې ورکړل شوې، چې له کبله يې د ښوونځیو د ودانیو کار څه نا څه د ځنډ او خنډ سره مخامخ شو، اوس بودجه ورته ځانګړې شوې ده، د تېر کال مشکلات به موږ په روان کال کې ونه لرو، په ډېر نږدې وخت کې به موږ په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیرو ښوونځیو د پرانیستې شاهدان واوسو."


بل لوري ته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وايي، چې د پوهنې په ریاست کې د بشري سرچینو مدیریت په منظم کیدو کار روان دی، تر څو وکولای شي د پوهنې په چوکاټ کې روڼوالی رامنځته کړي.

فدايي زیاته کړه، په دې سره به ټول ښوونکي په دقیق ډول بایومیټریک شي، تر څو د پوهنې په بهیر کې هېڅ غیر حاضر او خیالي ښوونکی پاتې نه شي.

د پکتیا ولسونه د پوهنې سره نهایت زیاته مینه لري، خصوصاُ د ځاځیو ولسونه حتا په رضاء کارانه توګه يې ښځینه ښوونکي په هغو ښوونځیو کې چې هلته زموږ تشکیل کم ده ګمارلي دي
د پکتیا والي محمدحلیم فدايي

محمدحلیم فدايي وویل، "د پکتیا ولسونه د پوهنې سره نهایت زیاته مینه لري، خصوصاُ د ځاځیو ولسونه حتا په رضاء کارانه توګه يې ښځینه ښوونکي په هغو ښوونځیو کې چې هلته زموږ تشکیل کم ده ګمارلي دي او ملاتړ يې کوي، تر څنګ يې زموږ ټول کوښښ دادی چې په پکتیا کې د ولسونو په همکارۍ د مرکزي ادارو په توجه باندې ټولو ښوونځیو ته ودانۍ او همدارنګه د کتابونو ستونزه حل کړو."

د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دا مهال د ښار جوړولو او کلیو پراختیا وزارتونو له لوري د ۷۰ ښوونځیو پر ودانیو کار روان دی چې د ځينو کارونه یې بشپړ شوي او د ځينو نورو کارونه روان دي.

د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په پکتیا کې هم دا مهال د دوه نیمو زرو ښوونکو کمښت د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG