د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځاځي میدان خلک د خوست او پکتیا ترمنځ د لارې جوړېدو غوښتنه کوي


دوی وايي، دا سړک څو کاله مخکې سروې او ډیزاین شوی او دوطلبي يې هم شوې ده، خو عملي چارې يې نه دي پیل شوي.
دوی وايي، دا سړک څو کاله مخکې سروې او ډیزاین شوی او دوطلبي يې هم شوې ده، خو عملي چارې يې نه دي پیل شوي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي، چې د دې ولسوالۍ د داڼیو له دوه لارې د سکندرې تر ژیړې کندې پورې سړک دې په اساسي او پاخه ډول جوړ شي.

دوی وايي، دا سړک څو کاله مخکې سروې او ډیزاین شوی او داوطلبي يې هم شوې ده، خو عملي چارې يې نه دي پیل شوي.

د ځاځي میدان اوسېدونکي وايي، دا سړک خوست او پکتیا سره نښلوي او د عمومي سړک په شان له دې سړکه هم د دواړو ولایتونو خلک د تګ راتګ ګټه اخیستلی شي.

د اپرېل پر ۲۴مه د ځاځي میدان د سکندرې کلي اوسیدونکی محمد ناصر ناصري مشال راډیو ته وویل:

"د دڼیو دو سرکې څخه د سکندرې تر زیړې کندې پورې دغه سړک چې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، یو پل ته هم ضرورت لري. دا سړک خوست هم پکتیا سره نښلوي، ډېر وخت کېږي چې سروې او ډیزاین یې هم شوی دی، او د درو کلونو په بودېجه کې هم شامل دی، داوطلبي يې هم شوې ده، خو تر اوسه پورې عملي کار ورباندې شروع نشو. له دولت څخه مو غوښتنه ده چې په دې سړک باندې عملي کار شروع شي او په اساسي ډول دې جوړ کړي."

د ځاځي میدان او سکندرې تر منځ سړک
د ځاځي میدان او سکندرې تر منځ سړک

د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کله چې باران وشي او سیلابونه راووځي، نو د سیلابونو د راوتو په وخت کې د خوست او پکتیا خلک په دې لاره تګ راتګ نه شي کولای او ساعتونه-ساعتونه منتظر پاتې کېږي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي قاري حاجي ګل په خپلو خبرو کې هیله وکړه چې حکومت دې یاد سړک په اساسي توګه جوړ او پوخ کړي:

" زما عرض دادی چې دغه سړک دوه ولایتونه خوست او پکتیا سره وصلوي، موږ او د پکتیا خلک دې سړک ته ډېر ضرورت لرو، زموږ مریضان په وخت شفاخانې ته نه رسیږي او په لاره کې مري، که چیرې دغه سړک موږ ته جوړ شينو ډېر به ښه وي."

د یادې سیمې یو تن دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې دا لاره د کابل د سړک دویمه بدیله لاره ده، که ورغول شي، تر کابله ورڅخه مساپرین استفاده کولای شي.

دی زیاتوي، ټولګټو چارو وزارت، په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو او نورو ادارو په کراتو د دوی د سیمې له اوسیدونکو سره ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي.

ده خبرداری ورکړ، که یاد سړک په اساسي ډول ونه رغول شي، ولسونه به دا سړک وتړي او سوله ییز لاریونونه به پیل کړي.

د ځاځي میدان او سکندرې تر منځ سړک
د ځاځي میدان او سکندرې تر منځ سړک

بل لوري ته د خوست چارواکي وايي، چې په یاده پروژه کې تخنیکي ستونزې وې او کله چې تخنیکي ټیم یادې ستونزې هوارې کړي، نو ډېر ژر به يې د رغونې چارې پیل شي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل: "د ځاځي میدان ولسوالۍ د سکندرې کلي سړک چې سروې شوی دی او تدارکات ملي ته تللی وو، ولې یو شمېر تخنیکي ستونزې يې درلودې، چې وروسته د ټولګټو چارو محترم وزارت ته لیږل شوی دی، دا مهال تخنیکي ټیم ورباندې کار کوي، تر څو تخنیکي ستونزې هوارې کړي او انشاالله ډېر ژر به په اساسي توګه باندې ددې سړک د رغونې چارې پیل شي."

یاده دې وي، ځاځي میدان چې د خوست په شمال ختیز کې پرته سرحدي ولسوالي ده، د دې ولایت تر ټولو له امن لرونکو سیمو څخه بلل کېږي.

د ځاځي میدان اوسېدونکو تل ویلي، چې په یاده ولسوالۍ کې د کار لپاره مناسب شرایط موجود دي، خو بیا د پام وړ پرمختیايي پروژې په کې نه دي پلي شوي.

XS
SM
MD
LG