د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا په ۱۴ ښوونځیو کې کمپیوټر ليبونه جوړ شول


د چارواکو په وینا په هر ښوونځي کې ۳۰ پايې کمپوټرونه نصب شوي، چې لمریزې برښنا څخه کار کوي.

د اپرېل پر ۱۴مه د پکتیا د مرکز او ولسوالیو د نجونو او هلکانو په ۱۴ ښوونځیو کې کمپيوټر لیبونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ښوونځیو څخه شپږ يې د نوري فایبر له انټرنیټي سیستم سره هم تړلي، چې زده کوونکي د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره له ویب سایټونو ګټه واخلي.

د چارواکو په وینا په هر ښوونځي کې ۳۰ پايې کمپوټرونه نصب شوي، چې په لمریزه برېښنا چلېږي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې له درسي نصاب سره سم به پخوا د دې ولایت په ښوونځیو کې په نظري ډول د کمپيوټر مضمون تدریسېده، خو د عملي زده کړو لپاره کمپیوټر لیبونه نه وو موجود.

دوی وايي، دې ولایت په ټولو لیسو کې په همدې ډول د لمریزې برښنا سیستم او مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شي، تر څو زده کوونکي ورڅخه په عملي توګه استفاده وکړي.
دوی وايي، دې ولایت په ټولو لیسو کې په همدې ډول د لمریزې برښنا سیستم او مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شي، تر څو زده کوونکي ورڅخه په عملي توګه استفاده وکړي.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، اوسهمال د لمریزې برښنا سیستم سره یو ځای د کمپیوټر لیبونو په فعالیدو سره د زده کوونکو ستونزه څه نا څه هواره شوې او هغوی ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوه.

کوچي ځاځي زیاته کړه: "په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې ۱۴ لیسو لپاره مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شول، چې ټول لګښت ورباندې پنځلس میلیونه افغانۍ راغلی چې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکول کیږي، نه یوازې کمپیوټر لیبونه بلکې زموږ ۶ لیسې نوري فایبر سره وصل شوي، دې ته ډېره اړتیا وه، موږ د کمپیوټر مضمون درلوده، خو هغه یوازې تیوریک نه زده کیږي، بلکې د زده کړو عملي شرایط باید ورته برابر وئ، اوس مکمل کمپیوټر لیب، لمریزه برښنا او مجهز کمپیوټرونه د مرکز او ولسوالیو لپاره په ۱۴ لیسو کې يې پرانیسته شوه. "

د پکتیا د پوهنې رئیس هیله وکړه، چې د دې ولایت په ټولو لیسو کې په همدې ډول د لمریزې برښنا سیستم او مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شي، چې زده کوونکي ورڅخه په عملي توګه استفاده وکړي.

چارواکي وايي، اوس دې زده کوونکي د کمپیوټر د زده کړو په خاطر کوښښ وکړي، تر څو ګټه ورڅخه واخلي
چارواکي وايي، اوس دې زده کوونکي د کمپیوټر د زده کړو په خاطر کوښښ وکړي، تر څو ګټه ورڅخه واخلي

بل لوري ته د ښوونځيو نجونې او هلکان هم د دوی په ښوونځیو کې د مجهزو کمپيوټر لیبونو فعالیدو ته خوښ دي.

د عبدالحی ګردیزي لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکی قدرت الله وايي، په اوسني وخت کې د کمپیوټر زده کړه ډېره مهمه ده او دوی غواړي له دې لارې د خپلو مالوماتو د ډېریدو په خاطر له انټرنیټي سرچینو څخه ګټه واخلي.

دی وايي، هغه کتابونه چې نه لري، دوی به يې له ویب سایټونو ډاولنوډ کړي او پلټنې به ورپسې وکړي.

د شاه قمبر لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې شاهده وايي، د کمپیوټر زده کړه د اوسني وخت یوه اړتیا ده، خو په پکتیا کې نجونو لپاره په ښاري کورسونو کې زده کړه یو څه ستونزمنه ده.

زده کوونکي وايي،د دې کمپیوټر لیب له جوړیدو څخه ډېر خوشاله دي
زده کوونکي وايي،د دې کمپیوټر لیب له جوړیدو څخه ډېر خوشاله دي


دې هم وايي، اوس به د کمپیوټر د زده کړو په خاطر کوښښ وکړي، تر څو ګټه ورڅخه واخلي:

"د دې کمپیوټر لیب له جوړیدو څخه موږ ډېر خوشاله یو، مخکې مو هېڅ کمپيوټر لب نه درلود، چې موږ په کې د کمپیوټر زده کړې کړې وای، ځکه په پکتیا کې ډېر مشکلات دي، اوس چې کمپیوټر لب د پکتیا په ښوونځیو کې جوړ شوي، ډېر خوشاله یو او له دې نه به ښه ګټه واخلو. "

سره له دې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو په ګډون هڅه کړې چې د زده کوونکو د زده کړو شرایط تر پخوا ښه کړي، خو اوس هم د مسلکي ښوونکو او تدریسي کتابونو کمښت، او د عملي زده کړو لپاره د لازمو شرایطو نشتون د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG