د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید او پولیس وايي چې وسله والو بېګا ناوخته په اسلام اباد کې دوه پولیسان ویشتلي دي.
نوموړي او پولیسو د جون پر څلورمه وویل چې سرتېرو د جون پر درېیمه شپې ناوخته په شمس کالونۍ کې ګزمه کوله چې ورباندې وسله والو حمله وکړه.
د پولیس سرتېرو د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.
د اسلام اباد د پولیسو یوه مشر مصطفا تنویر رسنیو ته ویلي چې پلټنې یې پیل کړې دي چې د وژونکو پېژندګلوي وکړي.
شیخ رشید په یوه ویډیويي بیان کې د حملې غندنه کړې او زیاتوي چې د اسلام اباد د خوندیتوب هڅې روانې دي.