د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: چاودنې درې ماشومان وژلي


په جنوبي وزیرستان کې یوې ماین چاودنې درې ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د تحصیل لده په تنګي بدین ځای کې ماشومانو لوبې کولای چې په مځکه کې ښخ بم ورباندې وچاودېد.

د نوموړي په وینا، وژل شوي ماشومان هلکان دي او په ټپي شویو کې یوه ماشومه هم شامله ده. د دوی عمرونه له پنځو څخه د ۱۲ په منځ کې ښودل شوی.

تر دې مخکې هم په سیمه کې د ماین چاودنو پېښو کې ماشومان وژل شوي او یا هم معذوره شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.

وزیرستان له ماینونو پاکول د پښتون تحفظ موومنټ په غوښتنو کې یوه ده.

د پاکستان حکومت او پوځ په بيا بيا ویلي چې په قبايلي سيمو کې د ماينونو د پاکولو کار روان دی.

د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر خالد اقبال د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د پوځ د بمونو پاکولو ډلې د ماین صفا کولو کار روان کړی دی.

XS
SM
MD
LG