د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیټو غونډه کې د افغان جګړې پر ختمولو خبرې کېږي


د نیټو بهرنیو چارو او دفاع وزیران د راتلونکې سرمشریزې لپاره د جون پر لومړۍ(نېټه) غونډه کوي او پکې په هغه اعلامیه غور کوي چې د جون پر ۱۴مه په برسلز کې کېدونکې سرمشرېزې لپاره یې مسوده تیاره شوې ده.

د امریکا ولسمشر په توګه به جو بایډن په اول وار، په دې سرمشریزه کې، چې نیټو ۲۰۳۰ نومېږي، ګډون کوي او پکې به په افغانستان کې له دوو لسیزو راهیسې روانې جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې اترې کېږي.

په یاده اعلامیه کې به د نیټو مشر ینز سټولټنزبرګ د دې اتحاد د بیا راژوندي کولو لپاره په پلان خبرې کوي او پکې به د روس، ترهګرۍ، انټرنیټي بریدونو، ټیکنالوژۍ، د ناسمو معلوماتو استعمال، ماحولیاتي بدلون او د چین د راپورته کېدلو په اړه موضوعاتو ته کتنه کوي.

په دې کې تر ټولو مهم چیلنج د روس لخوا مخ په زیاتېدونکې جارحانه رویه ده. د دغه هېواد د دفاع وزیر د مې پر ۳۱مه اعلان کړه چې د روس په غربي برخه کې به ۲۰ نوي پوځي مرکزونه جوړوي چې په وینا یې دا اقدام د نیټو لخوا د خطر زیاتېدو له وجې کوي.

په دغه سرمشریزه کې به د بحث تر ټولو مهمه موضوع په افغانستان کې د نیټو عملیاتو پای ته رسول وي.

ولسمشر بایډن لا له وړاندې ویلي چې له دغه جنګ ځپلي هېواد نه به امریکايي ځواکونه سږکال د ستمبر تر ۱۱ مې وباسي.

په دې لړ کې به کتل کېږي چې نیټو به په درغلیو اخته افغان ځواکونو ته د مالي مرستو جاري ساتلو لپاره څه کوي؟

افغان ځانګړي ځواکونه به د روزنې لپاره یو بل هېواد ته بیول کېږي که څنګه او د کابل هوايي ډګر، سفارتخانو او ولسي کارکوونکیو تحفظ به کوم ځواکونه کوي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG