د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر له افغانستان سره پر ملاتړ ټینګار وکړ


ستولتنبرګ وویل، ناټو له افغانستانه بهر د افغان سرتېرو روزنې پلان لري
ستولتنبرګ وویل، ناټو له افغانستانه بهر د افغان سرتېرو روزنې پلان لري

د ناټو مشر ​یو ځل بیا له افغانستان سره د دې پوځي اېتلاف د ملاتړ ټینګار وکړ.

ينز ستولتنبرګ وايي، دا پوځي تړون پلان لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له هغه هېواد څخه بهر روزنه ورکړي.

نوموړي د مې پر ۲۱مه په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر اېمانول مکرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور په پای ته رسېدو یو نوی فصل پرانیستل کېږي.

د ده په خبره، "د ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درېیو اصلي محورونو راڅرخي. لومړی، موږ پلان لرو چې د سلا مشورو ورکولو او وړتیاوو رامنځ ته کولو په برخو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او همدارنګه د دې هیواد له امنیتي ځواکونو ته دوامداره مالي ملاتړ چمتو کړو. دویم، نیت لرو چې پر ځانګړو ځواکونو پر تمرکز له افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه ورکړو او درېیم دا چې موږ د کابل د هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بوديجې د برابرولو د پلان جوړولو په حال کې یو."

تر دې مخکې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټۍ مشر جنرال مارک ميلي د مې پر شپږمه ویلي ول، په نورو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه غور کوي.

ناټو په ۲۰۱۴ز کال کې افغانستان خپل جګړییزه ماموریت پای ته ورساوه او د غوڅ ملاتړ ماموریت یې پیل کړ چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکولې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي. تر نوموړي وروسته ناټو اېتلاف هم له هغه هېواده د پوځیانو ایستلو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG