د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرېلیا په افغانستان کې خپل سفارت تړي


له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل او ورسره په دې هېواد کې ناڅرګندو امنیتي حالاتو ته په کتو، اسټرېلیا په کابل کې د خپل سفارت تړلو اعلان کړی دی.

د اسټرېلیا وزیراعظم سکاټ موریسن د مې پر ۲۵مه په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې به سفارتخانه د مې پر ۲۸مه وتړي او اسټرېلیايي ډیپلومیټان پلان لري چې په سیمه کې له یوه بل ځایه کابل ته په مستقله توګه سفر وکړي.

امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه اېستل پیل کړي دي او تمه ده چې د سپټمبر تر ۱۱مې په بشپړه توګه خپل پوځیان وباسي.

د امریکا په مشرۍ د نیټو ځواکونو ترڅنګ ۸۰ اسټرېلیايي پوځیان هم له افغانستانه وځي.

له افغانستانه شاوخوا دوه لسیزې وروسته د نړیوال ځواکونو وتلو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پرله پسې زیاتوالي په کابل کې د حکومت د راتلونکي په اړه انديښنې راپورته کړي دي.

په بیان کې راغلي، د اسټرېلیا حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې په افغانستان کې يې د ډیپلوماتیک ماموریت لپاره لازم امنیتي تدابیر نه شي برابرېدای.

په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسټرېلیا د پرېکړې درناوی کوي، خو هیله لري چې یاد هېواد به خپله پرېکړه له سره و ارزوي او په کابل کې به د تېر په څېر یو وار بیا خپل ډیپلوماټیک ماموریت ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغان حکومت او ولس سره د دغه هېواد د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ درناوی کوي.

د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې افغان دولت د نړیوالو قوانینو او کنونشنونو پر بنسټ د بهرنیو سیاسي استازولیو خوندي کولو ته ژمن دی.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهان بیا وايي، په کابل کې د اسټرالیا سفارت تړل کېدل به په تخنیکي لحاظ اثر ولري، خو په خبره یې د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت اثر نه لري.

د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی یې په اړه وايي: "د افغانستان په ډيپلوماسۍ باندې د اسټرېلیا دا پرېکړه یو ډول غیرمستقیم تاثیر لري، خو په ټوله کې د افغانستان په ثبات او سیاسي وضعیت باندې کوم خاص اثر نه پرېباسي."

XS
SM
MD
LG