د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي: سټولټنبرګ


ینز سټولټنبرګ وايي، اوس دوی دې ته ګوري چې په څه ډول د افغان ځواکونو مالي او روزنيز ملاتړ جاري ساتلای شي.
ینز سټولټنبرګ وايي، اوس دوی دې ته ګوري چې په څه ډول د افغان ځواکونو مالي او روزنيز ملاتړ جاري ساتلای شي.

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی، د ناټو مشر وايي چې دا ايتلاف د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینز سټولټنبرګ د مې پرشپږمه د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم له افغانستانه د ناټو روزنیز ماموریت راوتل دوام لري، خو په دې هېواد کې د ناټو ماموريت خاتمه له افغانستان سره د دې ايتلاف د اړیکو د خاتمې معنا نه لري.

نوموړي زياته کړه چې اوس دوی دې ته ګوري چې په څه ډول د افغان ځواکونو مالي او روزنيز ملاتړ جاري ساتلای شي.

د ناټو مشر په عین حال کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر ټينګ ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند او نورو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG