د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې زموږ نیولي کسان خوشې کړي: همزوني قبایل


همزوني قبایل وايي، که د هغوی د قبیلې خلک څه ګناه لري نو پولیسو ته دې وسپارل شي او که بې ګناه وي نو خوشې دې کړل شي.
همزوني قبایل وايي، که د هغوی د قبیلې خلک څه ګناه لري نو پولیسو ته دې وسپارل شي او که بې ګناه وي نو خوشې دې کړل شي.

د شمالي وزیرستان د همزوني سیمې خلکو د مې پر ۲۹مه، د میرامشاه پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.

دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی د قبیلې درې نیول شوي کسان دې خوشې کړي. د مظاهره کوونکیو په وینا، دا درې کسان د مې پر ۲۰مه نېټه امنیتي ځواکونو نیولي. تر هغې یوه ورځ وړاندې په همزوني سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې یو سرتېری ژوبل شوی و.

د همزوني خلکو د شک په بنیاد د خپلو درې همخېلو د نیول کېدو نه پس د مې له ۲۰مې نېټې راهېسې پرلت هم غځولی او مظاهرې یې هم کړې دي.


د مې پر ۲۹مه همزوني قبایلو د میرامشاه پریس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال وویل، که د هغوی د قبیلې خلک څه ګناه لري نو پولیسو ته دې وسپارل شي او که بې ګناه وي نو خوشې دې کړل شي.

د دغو مظاهره کوونکیو په وینا، دا چې په همزوني کې د هغوی پرلت ته حکومت توجه ونه کړه نو هغوی اړ شول چې د میرامشاه پریس کلب مخې ته مظاهره وکړي. هغوی دړکه وکړه چې که خبره یې وانه ورېدل شوه نو بله مظاهره به یې په پېښور کې وي.


د پرلت یو مشر ملک جان محمد د میرامشاه پریس کلب په وړاندې خبریالانو ته وویل، اول د هغوی د قبیلې شپږ کسان امنیتي ځواکونو نیولي وو چې وروسته یې درې تنان خوشې کړل خو درې نور لا هم د امنیتي ځواکونو په ولقه کې دي. د نوموړي په وینا د خپلو کسانو د خوشې کولو لپاره یې د حکومتي چارواکو سره جرګې هم کړې دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

بل پلو، د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د همزوني قبیلې د مشرانو سره په تماس کې دي او دا مسله به زر هواره شي.

خو یو امنیتي مامور د نوم د پټ ساتلو په شرط د مې پر ۲۹مه نېټه مشال راډیو ته وویل، درې بې ګناه نیول شوي کسان یې خوشې کړي خو پاتې درو نورو په خپل جرم اعتراف کړی دی نو ځکه یې نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG