د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، یو ژوبل دی


په شمالي وزیرستان کې، د هدفي بریدونو، په دوو جلا جلا پېښو کې، دوه ځاي کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.


د پولیس چارواکو په وینا دا پېښې د مې پر ۲۸مه، د شمالي وزیرستان میرلي تحصیل په ایپي او بړوخېلو سیمو کې مخې ته راغلې دي.

د میرلي تاڼې یو پولیس چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو په ایپي سیمه کې یو ځايي تن په ډزو وژلی او یو بل يي ژوبل کړی دی.

په بړوخېلو کې بیا وسله والو یو ځايي تن له یو هوټله پورته کړی و چې وروسته يي مړی وموندل شو. تراوسه د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې او پولیس وايي پلټنې يي پیل کړې دي.

دا په ۲۰۲۱م کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۲۴مه پېښه ده. ځايي ولس او چارواکي وايي پروسږکال دغلته ټول ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي وو.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د مې په ۲۶مه، په سیمه کې په یوه ولسي غونډه کې د امنیت پرځای کولو او هدفي بریدونو د مخ نیوي غوښتنه وکړه.

بل پلو، له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د مې په ۶مه د پاکستان ولسمشر ته په یو خط کې لیکلي وو چې په سیمه کې د امنیت په خرابه وضع او دغلته د وسله والو ډلو په هلوځلو او بیا منظم کیدو دې د پارلیمان شریکه غونډه راوبلل شي.

خو د پاکستان پوځ وخت په وخت ادعا کړي ده چې په خیبر پښتونخوا کې يي د وسله والو شبکې له مینځه وړي دي او د پوره امنیت پر ځای کولو لپاره اوس هم په ځینو سیمو کې عملیات دوام لري.

بل خوا د شمالي وزیرستان مرسي خیل قبیلې خلکو د مې له ۲۸مې نېټې راهیسې د احتجاج په توګه د بنو او غلام خان تر مینځ مرکزي لاره د هر قسمه تګ راتګ لپاره تړلې ده. د مرسي خیل قبیلې مشران وايي، احتجاج يي وروسته له هغې پیل کړی چې د هغوی او مبارک شاهي قبیلې تر مینځ د جایداد په سر شخړه روانه وه او پولیسو د ګرفتارۍ پر مهال د هغوی د قبیلې یو غړی په ډزو وویشتو او مړ يي کړو.

د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان وايي چې د مې له ۲۸مې راهیسې یې د مظاهره چیانو سره خبرې پیل کړي دي خو لا څه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG