د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کروړونو روپیو درغلیو کې ښکېل مشتاق ریساڼي ته لس کاله جېل  


په کوټه کې د احتساب عدالت جج منور شاهواڼي د مې پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان په تاریخ کې د درغلۍ تر ټولو لویې مقدمې پرېکړه واروله.

عدالت د دغه صوبې د خزانې پخواني سېکرېټري مشتاق ریساڼي ته د ۱۰ کاله او د پخواني اعلا وزیر سلاکار خالد لانګو ته دوه کاله دوې میاشتې د بند سزا اورولې ده.

په کوټه کې د احتساب عدالت په پرېکړه کې ویل شوي چې مشتاق ریساڼي ته له بند سره سره د هغه ټول جاییداد به ضبطېږي. په دې مقدمه کې یوبل تورن کس او د پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ سلاکار خالد لانګو ته هم سزا ارول شوې خو عدالت ويلي چې د لانګو د بند سزا کې به له ورځې هغه وخت هم شمېرل کېږي چې نوموړي د مقدمې پرمهال په جېل کې تېر کړی وو.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې پر ۶مه نېټه پولیسو د مشتاق ریساڼي پر کور چاپه وهلې وه چې د پولیس په وینا ۶۴ (څلورشپته کروړه) روپۍ، سره زره، نوره ګاڼه او قیمتي موټران یې ترلاسه کړي ول.

روڼتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د تېرو کلونو پرتله درغلي (کرپشن) زياته شوې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG