د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې اداري فساد زيات شوی: د روڼتيا نړيوال سازمان


د روڼتیا نړیوال سازمان راپور
د روڼتیا نړیوال سازمان راپور

د روڼتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د تېرو کلونو پرتله اداري فساد يا کرپشن زيات شوی دی.

د جنورۍ پر ۲۸مه د اداري فساد په اړه خپاره کړي دې راپور کې ياد سازمان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو د سروې، د پوهانو د ارزونو، او پوښتنو په ګډون له ۱۳ لارو جاج اخيستی چې هلته د اداري فساد کچ معلوم کړي.

د جرمني په برلين ښار کې مېشت ټرانسپېرنسي انټرنېشنل يا د روڼتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال له راپور سره سم پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو له جملې څخه له اداري فساده د پاکو هېوادونو په ليسټ کې پر ۱۲۴م نمبر راغلی او له ۱۰۰ نومرو يې يوازې ۳۱ اخيستې دي.

دا راپور د رشوت، ولسي فنډونو ناسم استعمال، د اداري فساد يا کرپشن د مخنيوي طريقه کار، د چارواکو خپلوي پالنه، غېر قانوني کړنې، د احتساب عمل او معلوماتو ته د رسايي لارو چارو پر بنسټ ارزول شوی دی.

له دې وړاندې پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له اداري فساده د پاکو هېوادونو په ليسټ کې پر ۱۲۰ نمبر، او په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۷ز کلونو کې پر ۱۱۷م نمبر راغلی و.

دا چې له اداري فساده د مخنيوي په اړه د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ پر حکومتي ادعاوو سربېره ولې هلته درغلي زياته شوې ده؟ په دې اړه د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې په پاکستان کې د کرپشن خلاف قانون شته خو پر هغه عمل نه کېږي نو ځکه اداري فساد زيات شوی دی.

دی زیاتوي: ''پاکستان کې د کرپشن کولو خلاف د قانون ويره نشته. دلته طاقت والا خلکو ته څوک لاس نه شي ور وړلای. بلخوا کرپشن دوه ډوله زياتيږي، يو د کرپشن د پيسو زياتوالی دی او بل په کرپشن کې د ککړو کسانو شمېر زياتېدل دي. په پاکستان کې په دې دواړو کې اضافه شوې ده. ''

د روڼتيا د نړيوال سازمان راپور په داسې حال کې خپور شوی چې نړۍ لا هم له کورونا وايرس سره په مبارزه بوخته ده او يو شمېر هېوادونو د دې وبا د کنټرول او مخنيوي لپاره لوی فنډونه لګولي چې سازمان يې پر شفافيت پوښتنې راپورته کړې دي.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادي چارو ښوونکی ډاکټر معراج الحق بيا وايي چې په پاکستان کې د سياسي بې ثباتۍ زياتوالی د دې سبب شوی چې حکومت ولسي چاري په شفافيت سره پرمخ نه وړي.

''حکومت او اپوزيشن دواړه انتها ته رسېدلي دي او تر منځ يې د رايې اتفاق نشته. په پارلمان کې د اپوزيشن ګوندونو دلچسپي کمه شوې ده نو په دې وجه په حکومتي چارو کې شفافيت نه وي. کله چې اپوزيشن په پارلمان کې په رسمي توګه پر حکومت فشار اچوي نو د هغه په نتيجه کې د حکومت لخوا په ولسي چارو کې شفافيت راتلای شي. ''

نوموړی زياتوي چې د حکومت لخوا د اداري فساد د مخنيوي ادعاوې ناسمې دي ځکه چې په دومره لنډ وخت کې اداري فساد نه شي کنټرولېدی.

د روڼتيا نړيوال سازمان د اوسني راپور په اړه مو د جنورۍ پر ۲۸مه په بېلا بېلو وختونو کې د حکومتي ګوند له بېلا بېلو چارواکو سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو هغوی ټليفون ته ځواب نه وايه. له دې وړاندې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه د کابينې غړو په وار وار ويلي چې دوی په ۲۰۱۸ز کال کې په حکومت کې له راتلو سره سم نه يوازې د اداري فساد يا کرپشن د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي بلکې له دې وړاندې حکومتونو پر مهال يې هم په اداري فساد کې ښکېلو کسانو پر ضد د احتساب عمل روان کړی دی.

خو اپوزيشن ګوندونه بيا پر حکومت تور پورې کوي چې د خپلو کسانو پر کرپشن يې سترګې پټې کړې او د حکومت مخالفه مشرانو پر ضد د احتساب عمل د سياسي انتقام په توګه کاروي.

د روڼتيا نړيوال سازمان په ۱۹۹۳ز کال کې جوړ شوی او له ۱۹۹۵ز کال راهيسې په نړۍ کې د اداري فساد په اړه کلني راپورونه خپروي. د دې سازمان د ۲۰۲۰ز کال په راپور کې نيوزي لېنډ او ډنمارک په نړۍ کې د اداري فساد له پلوه تر ټولو پاک هېوادونه او صوماليه او جنوبي سوډان تر ټولو ښکېل هېوادونه ګرځول شوي دي.

بلخوا افغانستان هم د نړۍ په ۱۲ هغو هېوادونو کې راغلی چې اداري فساد پکې تر ټولو زيات دی.

XS
SM
MD
LG