د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا بهرنيو چارو وزیر د منځني ختيځ سفر پیل کړی


انتوني بلينکين له خپل اسراييلي سيا سره
انتوني بلينکين له خپل اسراييلي سيا سره

د امریکا بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکين په داسې حال کې د منځني ختیځ په سفر دی چې د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ خونړۍ جګړه تیره اوونۍ ودرېده.

د مې ۲۴مې پیل شوي دې سفر کې به نوموړی لومړۍ اسراییل ته ځي او بیا به په غربي غاړه، اردن او مصر کې له چارواکو سره ليدنې کوي. دا به د امریکايي ولسمشر جوبایډن انتظامیې له خوا د اسراییل او فلسطین ترمنځ د وروستي تشدد په اړه نیغ په نیغه د لوړې کچې ملاقاتونه وي.

د تشدد وروستۍ لړۍ چې زیاتره په غزه کې وه پکې د دواړو خواوو له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ولسمشر بایډن په یو بیان کې ویلي چې بلینکين به په دې سفر کې له اسراییلي مشرانو سره د دغه هېواد د امنیت په اړه د امریکا د پیاوړې ژمنتیا په اړه لیده کاته کوي.

په بیان کې هم دا راز ویل شوي چې بلینکین به د دې سفر په ترڅ کې د بایډن انتظامیې له خوا فلسطیني خلکو او مشرتابه سره د تعلقاتو بحالۍ او مرستو په اړه کار ته دوام ورکوي چې د بیان ترمخه له کلونو راهیسې له پامه غورځول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG