د اروپايي اتحادیې ګڼو مشرانو تر هغه وروسته د بیلاروس پر امرانه مشر د بیړنیو بنديزونو لګولو غږ کړی چې د ريان ايېر هوايي شرکت يوه الوتکه یې له خپلې لارې وګرځوله او په زوره یې په مينسک کې په ښکته کولو سره د اپوزیشن يو مشهور خبريال ونيو.
دا کار د ریاست په ملاتړ د يوې تجارتي الوتکې يرغمل کول ګڼل شوی او په پراخه توګه غندل شوی دی.
د مې په ۲۴مه د پلان شوې اروپايي اتحادیې د مشرانو تر غونډې مخکې د اروپايي کمېشن مشرې اورسلا وون در لين ټينګار کړی چې د بيلاروس په خلاف دې هغه لګېدلي بنديزونه لا نور سخت کړل شي چې د اليکسانډر لوکاشينکا د رژيم له خوا پر مظاهره چيانو د کاروايي له امله لګول شوي ول.
په دغه الوتکه کې رامان پراتیسويچ ناست وو چې د مې پر ۲۳مه نېټه په زوره کښېنول شوه. هغه د بیلاروس يو اپوزیشن فعال او خبريال دی چې په بيلاروس کې د رسمي تورونو سره مخامخېدلی او ۱۵ کاله په بند سزا کېدلای شي.