د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې د یو زنداني د مړینې ضد مظاهره شوې


میر قاسم خان په ۲۰۲۰ز کال کې په کورمه کې د دوو کسانو د مړینې په تور نیول شوی وو.
میر قاسم خان په ۲۰۲۰ز کال کې په کورمه کې د دوو کسانو د مړینې په تور نیول شوی وو.

د کورمې ضلعې په پاړه چینار کې خلکو په جېل کې د یو قیدي د مړینې پر ضد احتجاجي مظاهره کړي.

خلکو د مې پر ۲۰مه تر هغې وروسته احتجاج وکړ چې په پاړه چينار زندان کې میر قاسم خان نومي قيدي مړ شو. احتجاج کوونکو د پاړه چينار د خبریالانو مرکز ته مړی پر مرکزی سړک ايښی وو او له چارواکو يې د پېښي د پلټنو غوښتنه کوله.

د سيمي د پوليسو يو مشر نجف علي د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مير قاسم خان د زړه دوري له وجې مړ شوي خو د پېښي پلټنې به کوي.

میر قاسم خان له دوو نورو کسانو اختر حسین او ساجد حسین سره یو ځای د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې د دوو وروڼو د وژنې په تور نیول شوی وو او له هغه وخت راهیسې بندي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG