د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راتلونکې جمعې پر ورځ به د پي ډي اېم راتلونکې کړنلاره ټاکو: مولانا فضل الرحمان  


مولانا فضل الرحمان وايي په راتلونکې غونډه کې د وزیراعظم پر ضد د عدم اعتماد پر تحریک هم غور کوی - د ارشیف انځور.
مولانا فضل الرحمان وايي په راتلونکې غونډه کې د وزیراعظم پر ضد د عدم اعتماد پر تحریک هم غور کوی - د ارشیف انځور.

د حکومت مخالفه پاکستان ډېموکریټک موومېنټ (پي ډي ايم) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د مې پر ۲۱مه د تحریک راتلونکې غونډه ده چې پکې به د حکومت پر ضد د جلسو جلسونو، د وزیراعظم پر وړاندې په پارلېمان کې د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو او له اسمبلیو څخه د استعفاګانو پر ورکولو غور کوي.

نوموړي د مې پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند په پي ډي ايم کې د بیا شاملېدو خبرونه افواګانې (اوازې) وبللې او زیاتوي چې تر دې دمه یې له هغوی سره هېڅ رابطه نه ده شوې.

په پاکستانيو رسنيو کې داسې خبرونه راغلي ول چې په پي ډي ايم کې د پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند د دوباره شاملولو لپاره هلې ځلې روانې دي او مولانا فضل الرحمان د اتحاد د نورو ګوندونو له مشرانو سره سلا مشوره کړې او فيصله به د پي ډي ايم په راتلونکې غونډه کې کوي.

له مولانا فضل الرحمن سره بشپړه مرکه لاندې د غږ په ځای واورئ

د راروانې جمعې په ورځ به د پي ډي اېم راتلونکې کړنلاره ټاکو: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:07 0:00

پي ډي ايم د پروسږ کال په سېپټېمبر میاشت کې د حکومت پرځولو په موخه جوړ شوی وو، خو سږکال په مارچ کې د سېنېټ تر انتخاباتو وروسته د چېرمېن ټاکنو پر سر د ناندریو له وجې پاکستان پیپلز پارټۍ او عوامي نیشنل پارټۍ له غورځنګه ځان بېل کړ.

په پاکستان کې مخالف ګوندونه تور پورې کوي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ز کال په پارلېماني انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې جوړ شوی دی.

خو انتخاباتي کمېشن او حکومت په بیا بیا دا تورونه رد کړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې پاکې، رڼې او منصفانه وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG