د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راروانې جمعې په ورځ به د پي ډي اېم راتلونکې کړنلاره ټاکو: مولانا فضل الرحمن


د راروانې جمعې په ورځ به د پي ډي اېم راتلونکې کړنلاره ټاکو: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:07 0:00

د حکومت مخالفه پاکستان ډیموکريټک مومنټ (پي ډي ايم) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د راتلونکې جمعې په ورځ د تحریک راتلونکې غونډه ده چې پکې به د حکومت پرضد د حلسو جلسونو، عدم اعتماد تحريک وړاندېکول او د استعفاګانو پر ورکولو غور کوي.

د راروانې جمعې په ورځ به د پي ډي اېم راتلونکې کړنلاره ټاکو: مولانا فضل الرحمن
د حکومت مخالفه پاکستان ډیموکريټک مومنټ (پي ډي ايم) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د راتلونکې جمعې په ورځ د تحریک راتلونکې غونډه ده چې پکې به د حکومت پرضد د حلسو جلسونو، عدم اعتماد تحريک وړاندېکول او د استعفاګانو پر ورکولو غور کوي.
نوموړي له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند په پي ډي ايم کې د بیا شامليدو خبرونه افواګانې وبللې او زیاتوي چې تر دې دمه یې له هغوی سره هېڅ رابطه نه ده شوې.

په پاکستاني رسنيو کې داسې خبرونه راغلي وو چې په پي ډي ايم کې د پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند د دوباره شاملولو لپاره هلې ځلې روانې دي او مولانا فضل الرحمان د اتحاد د نورو ګوندونو له مشرانو سره سلا مشوره کړې او فيصله به د پي ډي ايم په راتلونکې غونډه کې کوي.
پي ډي ايم د پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت راپرځولو په موخه جوړ شوی وو، خو وروسته د ځینو ناندریو له وجې پاکستان پیپلز پارټۍ او عوامي نیشنل پارټۍ له تحریکه ځان بېل کړ.
په پاکستان کې مخالف ګوندونه تور پورې کوي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د ۲۰۱۸م کال په پارلېماني انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې جوړ شوی دی. خو حکومت دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG