د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ایران ولسمشرانو پر افغان سوله او وروستیو پېښو غږېدلي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یوشمېر نور افغان چارواکي د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یوشمېر نور افغان چارواکي د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د افغانستان او ایران ولسمشرانو پر افغان سوله او په دې هېواد کې د وروستیو ترهګريزه پېښو په اړه ټیلېفوني خبرې وکړې.

د ارګ په یوه اعلامیه کې چې بېګا خپره شوه راغلي چې د ایران ولسمشر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د وروستیو ترهګریزو پېښو په اړه خپله غمرازي او خواخوږي وښوده.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې محمد اشرف غني او حسن روحاني په افغانستان کې د سولې پر هڅو، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث وکړ.

افغانستان په تېرو څو وروستیو ورځو کې د خونړیو پېښو شاهد و.

تېره شنبه د کابل دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم او پرله‌پسې چاودنو شاوخوا ۸۵ نجونې زده‌کوونکې ووژلې او له ۱۰۰ زیات ټپيان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG