د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ولې د جنګ لپاره پلمې لټوي؟ اشرف غني


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.عکس-ارشېف
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.عکس-ارشېف

د افغانستان ولسمشر په طالبانو سختې نیوکې کړې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته ولې د جنګ لپاره پلمې لټوي.؟

ډاکټر محمد اشرف غني د مې پر څلورمه نېټه په ارګ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی ټول سوله غواړي ځکه دا داسې يو بنيادي حق دی چې پاته نور ټول حقونو ورباندې ولاړ دي.

هغه طالبان مخاطب کړل او ورڅخه يې وپوښتل چې "ستاسو مشر چېرې دی وه طالبانو! چېرې پټ یاست؟ دا افغانستان ته ووایاست چې په کوم دلیل تاسو ته موږ غوږ ونیسو.؟ البته په دې پوه شئ اوس چې نړيوال ځواکونه وځي او له خیر سره ځي ملي فیصلې به د افغانستان دولت او ولس کوي."

ولسمشر غني دا ګواښ هم وکړ چې که طالبان جنګ غواړي او په دې فکر کې دي چې له القاعدې سره اړیکې وپالي یا له داعش سره یوځای کېږي نو بیا یې هم افغانان د ده په خبره ځواب وايي.

طالبانو لا تر اوسه د ولسمشر غني د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.دې ډلې انتقاد کړی چې تر څو بهرنیان له افغانستانه په بشپړه توګه ونه وځي د افغانستان اړوند غونډو کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG