د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غزه ښار د اسراییلي جنګي الوتکو تازه بمبار


غزه کې د اسراییلیو جنګي الوتکو د بمبار عکسونه
غزه کې د اسراییلیو جنګي الوتکو د بمبار عکسونه

اسراييلي جنګي الوتکو د غزې ښار پر يوشمير ځايونو د مې پر۱۷مه يو لړ درانه هوايي بريدونه وکړل.

د راپورونو ترمخه نن سهار وختي لسګونو هوايي حملو دغه ښار ولړزاوه.

د اسراييلو دفاعي ځواک (ای ډي ايف) ويلي چې جنګي الوتکې يې د غزې په تړانګه کې يواځې د وسله والو هدفونه په نښه کوي. د دوی په وینا د وسله والو ۱۵ کلومیټره سورنګونه او د حماس د نهو مشکوکو قومندانانو کورونه یې تباه کړي دي.

په غزه ښار کې یوې درې چتيزې ودانۍ ته سخت زیان رسېدلی خو اوسېدونکي یې وايي چې دوی ته اسراییلي پوځ تر برید لس منټه وړاندې خبرداری ورکړی وو او ټول خلک له دې ودانۍ وتلي وو.

په نني بریدونو کې د سیمې د بجلۍ نظام خراب شوی او په سلګونو ودانیو ته زیان رسېدلی دی خو تر اوسه پکې د مرګژوبلې په اړه رپوټونه نه دي راغلي.

اسراییلي پوځ ویلي چې بېګا شپه وسله والو پر اسراییل نږدې ۶۰ راکټونه ویشتلي دي. تر دې مخکې شپو کې دا شمېر ۱۲۰ او ۲۰۰ وو.

د مې په ۱۶مه اسراییل د غزه په ساحلي سیمو هوايي بریدونو پر مهال ۹۰ اهداف په نښه کړي وو چې پکې د صحت وزارت په وینا یوه برید کې د اتو ماشومانو او دوو ډاکټرانو پشمول ۴۲ کسان وژل شوي وو.

د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو په يوه ټېلويژني وينا کې وويل حملې به "پوره په قوت" سره جاري ساتي او "وخت به ونيسي."

په غزه کې د جګړې له وجې ۱۹۷ فلسطينيان وژل شوي، اخوا اسراييلو خپل لور ته د ۱۰ کسانو وژنه تایید کړې.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي اداره يې د فلسطينيانو او اسراييلو سره د دوامدارې ارامۍ لپاره کار کوي، او د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د روان تاوتريخوالي په اړه د قطر، مصر او سعودي عرب د بهرنيو چارو وزيرانو سره ټيليفوني خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړ چې د اسراییل او حماس جګړه به منځنی ختیځ یوه تازه ناورین ته یوسي چې د ده په خبره د کنټرول وړ به نه وي.

نوموړی د فلسطین او اسراییلو تر منځ د راپورته شوي کړکېچ د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض‌المالکي اسراییل په غزه تړانګه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ.

المالکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ بېړنۍ غونډه کې وویل د هغه وحشت بیانولو ته الفاظ نه‌لري چې د فلسطین په خلکو تپل شوی.

د هغه په خبره اسراییل په دې هڅه کې دی چې فلسطینیان له بیت‌المقدسه ختم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG