د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايل په تازه حمله کې ۲۶ فلسطینيان وژلي


په غزه کې د اسرايلو په بمبارۍ کې په نښه شوې يوه وداني
په غزه کې د اسرايلو په بمبارۍ کې په نښه شوې يوه وداني

اسراييلو په غزه کې د مې پر ۱۶مه د حماس ډلې د يو مشر په کور بمباري کړي چې پکې یې ۲۶ فلسطينیان وژل شوي.

په نښه شوی کور د یحیی سينوار دی. هغه د حماس ډلې د سياسي بيورو مشر دی. معلومه نه ده چې نوموړي ته څه زیان رسېدلی کنه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جګړې ختمولو پر لارو چارو د بحث لپاره غونډه کوي. بلخوا د اسلامي هېوادونو سازمان (او اي سي) هم د مې پر ۱۶مه، بيړنی انلاين غونډه رابللې چې پر غزه د اسراييل بريدونو درولو غږ وکړي.

د دواړو خواوو چارواکو په وينا په غزه کې د وژل شوو فلسطينانو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی. همداراز له غزې د وسله والو د راکټونو په ويشتلو کې ۱۰ اسرايلي وګړي هم وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG