د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزه کې ناقراري دوام لري، هوايي بریدونو کې ګڼ مړه او ژوبل شوي


دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خوواو تر منځ جګړه په پنځمه ورځ روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خوواو تر منځ جګړه په پنځمه ورځ روانه ده.

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د پنځه ورځنۍ جګړې د درولو لپاره د نړیوالو غږونو باجود جګړه دوام لري او د مرګ ژوبلې شمېره مخ په زیاتېدو ده.

د اسراییلو جازونو پر غزه نوې هوايي حملې کړي دي او د حماس وسله والو پر اسراییل راکټې ویشتي دي.دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خوواو تر منځ جګړه په پنځمه ورځ روانه ده.

اسراییلو د مې پر ۱۵مه پر غزه وروسته له هغې حملې زیاتې کړي چې په غربي پټۍ او له لبنان سره پر سرحد تشدد رامنځ ته شو.

په دغه سیمه کې د اسراییلیو ـ عربانو او یهودانو تر منځ د تاوتریخوالي له پېښو وروسته ناکراري زیاته شوې ده.

فلسطینیو روغتیاپالانو وویل چې د غزه په غربي سیمه د هوايي حملو له امله لږ تر لږه اووه کسان او نور بیا په نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

د اسراییلو په دوه لویو جنوبي ښارونو کې بیا د حماس لخوا د راکټونو د ورېدو خبرداري لپاره د خبردارۍ زنګونه ووهل شول.


فلسطینیانو ویلي چې د مې پر ۱۴مه په غربي پټۍ د مظاهرچیانو او اسراییلو امنیتي څواکونو تر منځ په نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي. د فلسطین د صحت وزارت په وینا ۵۰ نور کسان د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دي.

فلسطینيو طبي چارواکو خبر ورکړی چې د مې ۱۰مې راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي دي چې پکې ۳۲ ماشومان او ۲۱ ښځې شاملې دي. د هغوی په خبره د دې سربېره ۹۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې په غزه کې یې د هغو ټونلونو نظام ډېرې برخې ته یې د کاروايي پر مهال زیان رسولی چې وسله والو استعمالول.

هوايي بمباريو او راکټي بريدونو غزه او اسراييل کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د اسرایيل او فلسطين ترمنځ وروستی تاو تريخوالی د تېرې اوونۍ په اخره کې د بېت المقدس د الاقصی جومات په دهلیز کې د نا ارامۍ له وجې رامنځته شوی دی. دا جومات د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره مقدس دی.

ټاکل شوی چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په دې صورتحال یوه غونډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG