د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايل وايي "په غزه کې پر وسله والو" بریدونو ته دوام ورکوي


د مې په ۱۴مه په غزه کې يوه ښځه د اسرايلو تر برید وروسته د ویې ښځې غبرګون
د مې په ۱۴مه په غزه کې يوه ښځه د اسرايلو تر برید وروسته د ویې ښځې غبرګون

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي په غزه کې د فلسطینيو وسله والو پر ضد به یې روانه کاروايي تر هغې دوام لري چې تر څو یې اړتیا وي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ملګرو ملتونو په دواړو خواوو د ارامه کېدلو غږ کړی دی.

نتنیاهو د مې ۱۵مه له هغې وروسته دا خبرداری جاري کړی چې اسراییل په غزه کې د حماس د اعلا چارواکو او قوماندانانو په نښه کولو لپاره یو شمېر هوايي بریدونه وکړل. غزه د اسلامپالې ډلې حماس تر کنټرول لاندې ده.

نتنيانو زیاته کړې چې د حماس پر ضد د اسراییلي کمپاین څخه "زیات منصفانه یا اخلاقي کار بل نشته".

اسراییلو پرون په هوايي بریدونو کې د حماس د یو مشر سیاسي شخصیت کور په نښه کړ او په غزه ښار کې یې یوه دنګه وداني تباه کړه پکې د نړیوالو رسنیو دفترونه هم وو.

فلسطینیان وايي د مې په ۱۰ مه په غزه کې شروع شوې جګړه کې تر اوسه د ۴۱ ماشومانو پشمول ۱۴۵ کسان وژل شوي او ۱،۱۰۰ ژوبل دي. بلخوا اسراییلو د دووو ماشومانو په ګډون د ۱۰ کسانو د وژنې رپورټ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په دې شخړه کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله د مایوسۍڅرګندونه کړې او وايي په هغه ودانۍ د اسراییلي برید ډیره خفه کړی چې پکې د رسنیو دفترونه وو.

دا راز د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د مې ۱۵ مه له نتنیاهو او فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره خبرې کړي دي او په دوی یې د شخړې د ارامه کولو ټینګار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG