د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مې پر ۱۶مه د صوبو او ښارونو ترمنځ ټرانسپورټ بحالېږي


په دې بندیز کې شخصي موټرونه او د بي ار ټي چټک بسونه نه دي شامل.
په دې بندیز کې شخصي موټرونه او د بي ار ټي چټک بسونه نه دي شامل.

د پاکستان وفاقي حکومت د صوبو او ښارونو ترمنځ پبلک ټرانسپورټ د مې له ۱۶مې بحالوي.

دا پرېکړه د مې پر ۱۵مه د پلانونو او پرمختیايي چارو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ کې د کورونا وايرس د څار قامي ادارې ( نيشنل کمانډ اينډ اپرېشن سنټر) غونډه کې وشوه.

په غونډه کې د اختر په ورځو کې د کورونا وايرس مخنیوي احتياطي لارښوونو عملي کېدو جاج واخیستل شو. حکومت د اختر ورځو کې ټولبند او د صوبو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګولی وو. په غونډه کې فيصله وشوه چې د مې له ۱۶مې به خلک کولای شي چې د صوبو او ښارونو ترمنځ سفر وکړي.

په غونډه کې دا فيصله هم وشوه چې د مې له ۱۷مې به مارکيټونه او دوکانونهله سهاره د شپي تر اتو بجو پورې خلاص وي. د مې له ۱۷مې به په سرکاري او شخصي دفترونو کې کار د معمول مطابق وي، په دفترو کې به حاضري ۵۰ فيصده وي او ۵۰ فيصده به له کوره کار کوي.

د کورونا وايرس د څار قامي ادارې راتلونکې غونډه به د مې پر ۱۹مه کېږي او د راتلونکې لايحه عمل فيصله به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG